fbpx

د عمران خان غوښتنه يو ځل بيا نريندرا مودي رد کړه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا له هند څخه د خبرو غوښتنه کړې ده، خو د هند لومړي وزير يې د خبرو غوښتنه رد کړې او ورته يې ويلي دي چې د ترهګرو پر ضد عملي ګامونه پورته کړئ.

د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په ګډون د هند لومړى وزير نريندرا مودي او د پاکستان لومړى وزير عمران خان هم په کرغزستان کې د بيشکيک په غونډه کې ګډون وکړ، چې پرون ورځ ولسمشر غني له نريندرا مودي سره ليدنه هم وکړه او دواړو په ګډه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ژمنه وکړه.

همدا راز د پاکستان لومړي وزير له هند سره د خبرو کولو وړانديز وکړ او له نريندرا مودي څخه يې غوښتنه وکړه چې هند او پاکستان دې د سولې په اړه خبرې وکړي او هر څومره ستونزه چې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دي، هغه دې د خبرو له لارې حل کړاى شي.

عمران خان وويل، چې که هند او پاکستان وغواړي نو د کشمير ستونزه هوارولاى شي، خو د دې لپاره مهمه دا ده چې دواړه هېوادونه د خبرو مېز ته راشي.

د عمران خان د يادې غوښتنې په ځواب کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي وويل چې موږ له پاکستان سره تر هغې پورې خبرې نه شو کولاى تر څو چې پاکستان له ترهګرۍ لاس وانخلي. ښاغلي مودي وويل چې پاکستان دې د ترهګرو پر ضد عمليات وکړي او لومړى دې هغوى له منځه يوسي، بيا به ورسره هند خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او هند له پاکستان سره ستونزې لري او دواړه هېوادونه وايي، چې تر څو پاکستان له خپل هېواده ترهګر ختم کړي نه وي، د ترهګرو له ملاتړه يې لاس نه وي اخيستى او د ترهګرو روزنځايونه يې نه وي بند کړي، نو تر هغوى له پاکستان سره دوى هېڅ ډول خبرې نه شي کولاى، ځکه يادې خبرې به هېڅ ګټه ونلري.