fbpx

ولسمشر غني له تاجکستاني سیال سره ولیدل

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جون ۲۰۱۹ – نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د غونډې په یوې څنډه کې د ګاونډي هېواد تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي دي.

له ارګه په تازه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دا مهمه ناسته نن سهار د قرغیزستان هېواد په پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه په دې لیدنه کې ولسمشر غني او امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان هېوادونو تر منځ د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا، افغان سولې، کاسا زر پروژې، د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد او د اورګاډي پټلۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبر پاڼه زیاتوي ولسمشر غني په دې ناسته کې د برېښنا او انرژۍ د لېږد په برخه کې د افغانستان ظرفیت ته په اشارې وویل، افغانستان جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد اسانه مسیر او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د تاجکستان ولسمشر په دې جوړه شوې ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل د دوستانه مناسباتو او اوږد سرحد لرلو له امله د افغانستان امنیت او ثبات زموږ لپاره مهم دی. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې صمیمانه همکاریو ته چمتو دی.

له دې وړاندې د تېرې ورځې راهیسې افغان ولسمشر د شانګهای د غونډې پر مهال د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف، د ازبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د چین له ولسمشر جینګ پينګ سره په هر اړخیزو مسایلو بحث کړی و.

شانګهای د غړو هيوادونو د سازمان غونډه پرون پنجشنبه د قرغیزستان په پلازمينې بېشکيک ښار کې پيل شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.

قرغیزستان، تاجکستان، هندوستان، چين او روسيه د شانګهای همکاری سازمان غړي هیوادونه دي خو افغانستان ایران، بلاروس او منګوليا هيوادونه د ياد سازمان څارونکي هيوادنه شميرل کيږي.

Loading...