fbpx

سوداګرو له ټرمپ غوښتي چې د چین سره دې ستونزې حل کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جون ۲۰۱۹ – ولمرټ اېنک او ټارګېټ کرپ له نوروسترو کمپنیو په شمول له ۶۰۰څخه زیاتو تجارتي او سوداګریزو شرکتونو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په یوه ځانګړي لیک کې په کلکه غوښتنه کړې چې له چین سره دې سوداګریزې ستونزې هوارې کړي.

د امریکا ولسمشر ډو نالډ ټرمپ ته په لېږل شوي لیک کې ویل شوي په چینایي توکو تعرفې لګول یوازې د امریکا تجارت او سوداګرۍ ته زیان اړولی شي نو له همدې امله دې دا ستونزه ژر حل کړی شي.

د تعرفې لګونې په سر له دې وړاندې هم د ټرمپ حکومت ته د سوداګریزو شرکتونه لخوا لیکونه لیږل شوي دي، خو دغه لیک یې وروستنۍ دی او د ټرمپ له ادارې څخه په جدي ډول غوښتنه شوي چې سیال چین سره دې روانه تجارتي ستونزې حل کړي.

دغه راز د تعرفې په ضد ملي کمپاین د ۱۵۰ څخه زیاتو سوداګریزو ګروپونو چې په هغې کې زراعتي،صنعتي شرکتونه شامل دي ملاتړ کړې دی.

ویل کیږي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د (G 20) هیوادونو په ناسته کې چې د جون (۲۸-۲۹) پورې د جاپان په اوسکا ښار کې ترسره کیږي له چین ولسشر جینګ پېنک سره لیدنه وکړي او د سوداګریزو اړیکو په اړه به ورسره هم بحث وکړي.

په خپله ټرمپ ویلي غواړي چې د چین له ولسمشر سره لیدنه وکړي او په دې به هم ورسره پریکړه وکړي چې په چینایي توکو تعرفې لګونه ته دوام ورکړي او که نه؟

خو تراوسه پورې سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

Your SEO optimized title page contents