fbpx

هغه پولیس چې د سپین ږیرو بې حرمتي کړې وه ونیول شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جون ۲۰۱۹ – د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایې هغه پولیس چې د پاکستان سفارت مخې ته یې د سپین ږیرو بې حرمتي کړې وه د پېژندلو وروسته امنیتي ځواکونو نیولی دی.

نصرت رحیمي وایې د محمد اجان په نوم د سفارتونو د محافظوي قطعې د کنډک دغه قومندان چي د خپلي دندي پرمهال يې د پاکستان سفارت ته نيږدې د څو تنو هيوادوالو بې عزتي کړې وه د پېژندلو وروسته نیول شوی دی .

د رحیمي پر وینا دا موضوع تر جدي څيړني لاندي نيول شوې او د نوموړي څخه تحقیقات شروع شوي دي.

که څه هم یوازې ساعت وړاندې د کورنیو چارو وزارت د دې پولیس د نیولو امر کړی و چې امنیتي ځواکونو ډېر په جدیت او په چټکۍ سره نوموړی پولیس نیولی او د قانون منګلو ته یې سپارلی دی.

دا موضوع وروسته له هغې رابرسېره شوه کله چې په تولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه په دې ویډیو کې ښکارېدل چې دې پولیس د سفارت مخې ته په یو څو سپین ږیرو بې درېغه وارونه کول او بیا یې ځمکې ته راګوزارول.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاريدل چې د سفارت مخې ته یو پولیس ډېر په بې دریغه ډول سپین ږیري، ځوانان، منځني عمر لرونکي کسان د سلګونه خلکو په مېنځ کې وهي ډبوي او بیا یې ځمکې ته ختا کوي چې د پولیسو دغې ډول عمل د سهار راهیسې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان سفارت مخې ته د خلکو بې حرمتي کېږي بلکې له دې وړاندې هم په ځلونو ځلونو د سفارت مخې ته د ګن شمېر افغانان بې حرمتي شوې.

Your SEO optimized title page contents