fbpx

اريانا سعيد يې غوسه کړې، خو چا او ولې؟

خبريال وېبپاڼه / ۱۴ جون ۲۰۱۹ ـ اريانا سعيد هغه سندرغاړې ده چې سندرې يې دومره نه، خو جامې او خبرې يې ډېر کله اور بلوي. دا چې اريانا دا کارونه شعوري د ځان د شهرت لپاره کوي او که نه ترې کېږي، پته يې نشته، خو اوس بيا غوسه شوې او په غوسې کې يې هغه خبرې کړي چې تمه ترې نه کېده.
اريانا دا ځل د يک تلويزون د کاکتوس خپرونې په جوړونکو د زړه بړاس تش کړى او ويلي يې دي چې ښه چلند يې ورسره نه دى کړى.
اريانا په دې غوسه ده چې د يک تلويزون د کاکتوس خپرونې جوړونکو دروغ ورته ويلي، دروغ هم داسې چې دې ته ويل شوي و چې په دې خپرونه کې ستر سياسي شخصيتونه ګډون کوي او يوازېنى هنرمند فرهاد دريا و چې مېلمه شوى يې و او اريانا به د دې خپرونې وروستۍ هنرمنده مېلمنه وي، خو د اختر په ورځو کې معلومه شوه چې له اريانا وروسته دوه نورې سندرغاړې غزال عنايت او غزل سادات هم دې خپرونې ته را بلل شوې وې.
اريانا که څه هم وايي چې د نورو سندرغاړو مېلمه کول ورته مهمه خبره نه ده، خو دا چې دروغ ورته ويل شوي، غوسه ورغلې، خو ښکاري چې نوموړې په همدې خاطر غوسه شوې چې ولې د کاکتوس والو دا له نورو سندرغاړو سره برابره کړې ده.
هغه تور لګوي چې د کاکتوس خپرونې جوړونکي په دې خاطر چې خپله خپرونه جالبه کړي، د مېلمنو په شخصيت ملنډې وهي. اريانا ويلي غوښتل يې د کوربه د نېښ دارو خبرو په خاطر دا خپرونه په نيمايي کې پرېږدي، خو هغو ښځو ته په احترام تر اخره کېناستله چې دې خپرونې ته راغلې وې.
اريانا سعيد د کاکتوس خپرونې تر وروستۍ برخې په خندا لګيا وه، خو په وروستۍ برخه کې يې د خپرونې له وياند سره د حجاب په اړه خبرې جدي شوې چې شايد دا هم د غوسې يو لامل وي.
په هر حال خپرونه دومره هم بده نه وه چې اريانا ګيلې ترې کوي، خو شايد د نورو افغان هنرمندانو په څېر اريانا هم دا ستونزه ولري چې نقد په اسانۍ زغملاى نه شي.