fbpx

د عامر خان سره د نه ليدو له امله یو کس د ځانوژنې هڅه وکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ جون ۲۰۱۹ – ممبۍ: د هندي سينما نوموتي ستوري عامر خان ته د يوه مينه وال نه ورپرېښودو له امله ياد مينه وال د خپل ژوند د له منځه وړلو هڅه وکړه.

دوه ورځې مخکې د عامر خان د ممبۍ دفتر مخې ته يوه لويه پېښه وشوه، دا پېښه هله وشوه کله چې يو ۳۳ کلن کس د عامر خان سره د لیدو هڅه کوله او هغه د عامر خان ليدو ته ورپرې نه ښودل شو، نو يې د ځانوژنې هڅه وکړه. د دغه کس نوم محمد قاسم ښودل شوی دی او هغه د هند د کرناټکا رياست د بیلغوم ښار اوسېدونکی دی. د ځانوژنې هڅه کولو نه وروسته هغه پوليسو ته حواله شوی دی.

د پوليسو د وينا تر مخه، محمد قاسم له ډېرو ورځو راهيسې هڅه کوله چې له عامر خان سره وويني، هغه غوښتل چې له عامر خان سره د هغه د خېريه موسسې اېن جي واټر فاونډېشن په تړاو خبرې وکړي، خو د عامر خان امنيت ساتونکو هغه نه پرېښوده چې له عامر خان سره وويني.

د سه شنبې په ماښام هم ورته عمر ترسره شو، چې د عامر خان امنيت ساتونکو هغه پرې نه ښود چې له عامر خان سره وويني، نو یاد کس له خپل جېب څخه يو بوتل راوویست او هغه يې وڅښه، چې له هغه وروسته یاد کس ژر ونيول شو.

پوليسو رسنیو ته ويلي دي چې محمد قاسم اوس روغ دی. د هغوی په وينا چې قاسم پوليسو ته ويلي دي چې هغه غوښتل يوازې له عامر خان سره وويني، خو د ډېرو هڅو پرته هم له هغه سره د نه ليدو له امله يې دا ګام پورته کړ.

له دې پېښې وروسته پوليسو قاسم خپلې کورنۍ سپارلی دی.

د يادونې وړ ده چې د هندي ستورو مينه بېخي ډېر دي او ډېری وخت پکې يو نيم داسې مينه وال پېدا شي، چې هغه بيا د داسې کارونو هڅه هم کوي، چې پکې ځان یا بل چاته تاوان ورسوي.

په دې اړه د هندي سينما نوموتي ستوري شاه رخ خان یو فلم هم د (فېن) یعنې مينه وال په نوم جوړ کړی دی چې په دغه فلم کې دا ښودل شوي دي چې د هغه تر ټولو ستر مينه وال څنګه د هغه ستر دښمن جوړېږي.