fbpx

د شردها او پربهاس نوی فلم (ساهو) يو جنګي فلم دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ جون ۲۰۱۹ – ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتې ستورې شردها کپور او د تامل فلمونو نوموتي ستوري پربهاس نوی فلم د (ساهو) په نوم راروان دی چې د دغه فلم لومړۍ تبلیغاتي ويډيو يا ټيزر خپور شو.

د تامل فلمونو د بريالي فلم (باهوبالي) نه د ښې اداکارۍ له امله مقبولیت ترلاسه کوونکی ستوری پربهاس په لومړي ځل په يو هندي فلم (ساهو) کې راروان دی چې د دغه فلم د جنګي صحنو يوه تبليغاتي ويډيو يا ټيزر خپور شوی دی چې پکې د پربهاس تر څنګ شردها کپور هم ښکاره کېږي.

د دواړو ستورو د دغه نوي فلم مينه وال ډېر په تمه دي، همدا لامل دی چې د دغه فلم د ټيزر خپرېدلو سره سم ډېرو خلکو کتلو. د (ساهو) فلم دغه ټيزر په دوه ورځو کې ۲۸ ميليونه کسانو کتلی دی.

د يوې دقيقې او ۳۸ ثانیو په دغه ټيزر کې د پربهاس او شردها کپور سره جيکي شروف، نيل نيتن او نور ستوري هم په مهمو رولونو کې راښکاره شوي دي. د دغه فلم د لا خوندور کېدو لپاره به دا فلم په څلور ژبو هندۍ، تيلګو، تامل او مليالم کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د يادونې وړ ده چې د ټي سيريز په مرسته جوړ شوي په دې جنګي فلم کې د لارښود يا ډايریکټرۍ دنده سجیت ترسره کړې او همدا راز فلم هم نوموړي ليکلی دی. په دې فلم د وامسي او پراموډ شرکتونو پېسې مصرف کړي دي او دا به د روان کال د اګست مياشتې په ۱۵مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

Loading...