کور پاڼه / لیکنې / هر کار په غښتلی اراده شونې کیږي

هر کار په غښتلی اراده شونې کیږي

منم چې په شته نظام کې به ستونزي وي ، او داسي کسان به هم په کې په دندو ګمارل شوي وي چې د کارکولو غښتلي اراده به نه لري ، خو دا هر څه په يوه ورځ نه کیږي او بیا په داسي يو هیواد کې چیرته چې له شلو زیاتي وسله والي ډلي فعالیت کوي .
موږ په داسي یو هیواد کې ژوند کوو چیرته چې د وسله والو ډلو سربیره بیلابیلي سیمه یزه او نړیواله مافیاوي کړۍ هم د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي خو د حکومت د وروستیو اقداماتو داسي څرګندیږي چې د وسله والو ډلو د ځپلو او مافیاوي کړيو د مخینوي کلکه او غښتلي اراده لري نو ځکه هڅه کوي چې په بیلابیلو سیمو کې وړ په کار پوه مسلکي کسان په دندو وګماري .
دا خبري ټولې د ننګرهار د ممندرۍ ولسوالۍ د نوی امنیه قوماندان حامد ستانکزي پوري رایاده شوه ، زه له حامد ستانکزي سره هیڅ نوع اړیکي نه لرم او نه مې هم له نږدي لیدلاي .
خو پخوا د دغې ولسوالۍ ګڼې سیمي د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې وي او د تورخم ¬ـ جلال اباد پر لویه لار يي هم د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې به يي وخت ناوخت چک پوينټونه اچول ، دولتي مامورین به يي تري ښکته کول او په دغه لاره تلوونکي چارواکي به يي په نښه کول .
د معلوماتو له مخې د دغه ولسوالۍ په ولسونو کې د ځينې کوچنیو ستونزو د خلا څخه وسله والو ګټه پورته کړي وه ، نو ځکه به چې د دغې ولسوالۍ په کومه سیمه کې څه وغوښتل په ښه ارامه به يي ترسره کول .
خو کله نه چې حامد ستانکزي د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان شوي او دنده يي پیل کړي له هغې ورځي وروسته يي د قومي ستونزو د هوارولو په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي او ډيري تربګنۍ يي له منځه وړي .
همداراز يي خپلو شته امنیتي ځواکونو ته یوه روحیه ورکړي او د دغې روحیي له مخې اوس وسله وال طالب نه شي کولاي چې په مربوطاتو کې د تورخم جلال اباد پر لویه لار چک پوينټ واچوي .
دغه ځوان افسر کلي په کلي د ځاي خلکو په مړي او ژوندې کې برخه اخلي او د قومي مخور او ولسي خلک درناوي کوي چې همدا چاره د دي لامل شوي چې د ولسونو په زړونو کې يي ځاي پیدا کړي.
یو چا راته کیسه وکړه ، هغه ورځ د دغه ولسوالۍ په کوم کلي کې وسله والو طالبانو په سیمه یزه پولیسو برید کړي وه چې د کلي خلک پسې راوتلي وه او د سیمه یزه پولیسو ملاتړ يي کړي وه ، دا هغه کار وه چې په دا څو کلونو کې د دغه ولسوالۍ ولسي خلکو نه وه ترسره کړي .
بله دا چې په فیسبوک مې د دغه ولسوالۍ د يوه ځاي مېشتي په وال ولیدل چې په لویه کچه ځاي خلک ولسوالۍ ته ورغلي وه ، او د افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومت څخه يي ملاتړ څرګند کړي وه ، او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني کړني يي ستایلي وي ، دا هغه ولسوالۍ ده چې هیڅکله چا د دي تمه نه کوله چې ځاي خلک دي د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي ، ځکه ګڼي سیمي يي د وسله والو طالبانو تر واک لاندي وي کومې چې اوس تر ډيره دغه نوي امنیه قوماندان د ولسونو پر مټ تر خپلې ولکۍ لاندي راوستي دي .
ویل کیږي د د خپل کار د پیل پرمهال ځاي خلکو ته ویلي وه چې امنیه قوماندانۍ خپل کور وګنې او هر مهال کولاي شي په آزادانه شکله امنیه قوماندانۍ ته راشي او خپلې ستونزي له موږ سره شریکي کړي .
نو فلهذا ویل شو چې هر څوک چې د کار کولو غښتلي اراده ولري چې هر څومره سخت او ناشونې کار وي شوني کولاي شي .
د مومندرۍ ولسوالۍ هغه ولسوالۍ وه چې تر ټولو یوه ناامنه ولسوالۍ بلل کیده ، او تر ډيره به يي مسولین د ولسوالۍ له انګړه بهر نه شو راوتلي ، خو د معلوماتو له مخې دغه امنیه قوماندان يي اوس کور په کور ګرځي
نو راځم لومړي خبرو ته مې چې نااهیلې ښه نه ده ، دا مې يوه بیلګه درته وښوده چې افغان حکومت د امنیت د راوستلو ، کار اهلي کار ته د سپارلو ، او د امنیتي ځواکونو د مسلکیتوب برخې ته پام کړي او کوي او د ستونزو د حل غښتلی اراده لري ، خو بیا هم وايم چې هر څه په یو دم نه شي ښه کیدي او وخت به په کې لګیږي خو ناهیلې ښه نه ده .
یوه خبره باید وکړم چې هیواد يواځې د يوه کس او يو چا نه دي او نه هم په دي کیږي چې ووایو هر څه به راته حکومت جوړوي .
که د یوه هیواد هر وګړي خپل مسولیت وپیژنې او د وضعیت د بهبود لپاره هر شخص تر خپل مسولیت کار وکړي نو بیا ستونزي په اسانې او ژر حلیږي .
خو ویل شم چې په ټوله کې په ټول هیواد کې د افغان ځواکونو د ګرانښت او ملاتړ روحیه غښتلي شوي او د هغې لامل هم تر ډيره په وطن مینو او وړ ځوانانو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګمارنه ده چې د کارکولو کلک هوډ لري او د زړه نه د خپل هیواد او ولس لپاره کار کوي
لیکوال : مدثر شینواري

بیا وګوره

نن ولي پاکستان په سیاسي انزوا کې دی ؟

که څه هم په هيواد کې به لا هم ناخوالي وي خو د ملي وحدت …

محمد حنیف اتمر ولې سعودي عربستان ته لاړ؟

جمهور رییس محمد اشرف غني واک تر رسېدو د لوړې په مراسمو کې د افغانستان …