fbpx

په کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر ووژل شو

خبريال وېبپاڼه / ۱۵ جون ۲۰۱۹ ـ د کورنيو چارو وزارت وايي، د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي يې په کابل کې وژلى دى. د وزارت په اعلاميه کې راغلي، نوموړى له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د يوې مخامخ نښتې په ترڅ کې وواژه.
د کورنيو چارو وزارت نبي کوهبندي يو خطرناک جنایتکار بللی چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول.
کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده، خو نن له غرمې وروسته یاد جنایتکار د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
نبي کوهبندي داسې مهال وژل کېږي چې په کابل جنايي جرمونه په دې وروستيو کې ډېر شوي او د خلکو اندېښنې يې ډېرې کړي دي.

Your SEO optimized title page contents