fbpx

وزیرستانیان: که ګرځبندیز دوام ومومي احتجاجونو ته به دوام ورکړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ جون ۲۰۱۹ – د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمې اوسېدونکي وایي، په یاده سیمه کې نن د نهمې ورځې لپاره د حکومت له خوا پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمي اوسېدونکي وایي، پاکستاني ریاست ورته ویلي چې په هیڅ صورت دې له کورونو نه راوځي. دوی زیاتوي د پاکستاني ریاست له لاسه په کورونو کې سخت ناروغان هم لري چې په ډېرې سختۍ سره یې روغتونونو ته رسوي.

د خړ کمر اوسېدونکو یو ځل بیا پاکستاني ریاست ته اخطار ورکړ دوی وایې ژر تر ژره دې په دغې سیمه کې ګرځبندیز خلاس کړي کنه یو ځل بیا به شمالي وزیرستان د لویو احتجاجونو کوربه وی، دوی وایې مونږ نور مجبور یو چې د ریاست پر ضد لاریونونو ته دوام ورکړو.

داګرځبندیز وروسته له هغې لګول کېږي کله چې د مۍ پر ۲۶ مه نېټه په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو او د هغوی پر پلویانو پاکستاني پوځیانو برید وکړ چې په هغې برید کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور ټپیان شول.

د پاکستاني پوځیانو له دې بریدونو وروسته په شمالي وزیرستان سربېره د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړ لاریونونه ترسره شول او لاهم دوام لري .

په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ هم د پاکستاني ریاست په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي علي وزیر لومړی پاکستاني پوځیانو نیولی و او محسن داوړ د علي وزیر وروسته په خپله پاکستاني پولیسو ته تسلیم شوی دی.

داسې معلومات هم شته چې پاکستاني پوځیانو په علي وزیر باندې سخت تشدد کړی دی.

په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی

په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی

Loading...