fbpx

سیند ته د موټر د لوېدو د پېښې جسدونه پیدا او کورنۍ ته وسپارل شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ جون ۲۰۱۹ – کابل جلال اباد ته په لویه لار سیند ته د موټر غورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ځوانان مړه شوي دي.

د لغمان والي ویاند اسد الله دولت زي د یادې پېښې په تړاو خبریال ډاټ کام ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل جلال اباد په لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ کې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

دولت زی زیاتوي یو کرولا موټر چې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي پکې سپاره و د موټر چلونکې د بې احتیاطۍ له امله په همدې سیمه کې سیند ته غورځېدلی و چې پکې سپاره څلور کسان مړه او دوه تنه نور ژوندي ژغورل شوي دي.

د دولت زي پر وینا د یادې پېښې دوه جسدونه سهار له سینده ترلاسه شوي او دوه نور د ورځې په اوږدو کې پیدا او کورنۍ ته یې وسپارل شو.

د یادې پېښې قربانیان ټول د ننګرهار ولایت سر رود ولسوالۍ اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي دي د دې پېښې لامل هم د موټر چلونکي بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل جلال اباد په لویه لار داسې پېښه رامنځته کېږي له دې وړاندې هم په دې لویه لار ټرافیکي او ورته نورې پېښې رامنځته کېږي چې د لسګونو هېوادوالو ژوند یې اخیستی دی.

مسوولین وایې موټر چلونکي دې د کابل جلال اباد په لویه لار له احتیاطی کار اخلي او په چتکۍ سره دې په دې لویه لار سفر نه کوي.

Your SEO optimized title page contents