fbpx

زموږ لوبغاړي وړتيا نه لري که خيانت کوي؟

خبريال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ ـ افغان کرکټ لوبډلې خپله څلورمه لوبه هم جنوبي افريقا لوبډلې ته وبايلله. د افغانستان د توپ وهونکو پښې يو ځل بيا وښوېدې او په ۳۴،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په وسوځېدو سره يې جنوبي افريقا ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه په توپوهنه کې راشد خان ۳۵، نورعلي ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۲ منډې جوړې کړې، يعنې د افغانستان مهمو توپ وهونکو رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اضغر افغان، محمد نبي او نور علي يو ځل بيا په مسوليت لوبه و نه کړه او ژر ژر يې خپلې وېکېټې د جنوبي افريقا توپ ويشتونکو ته په خيرات کې ورکړې.
اوس پوښتنه دا ده چې افغان لوبغاړي وړتيا نه لري او که نه په لوى لاس لوبې بايللي او خيانت کوي. لومړى به د افغان لوبغاړو په وړتيا خبره وکړو.
لکه څنګه چې ماشومان له موره پيدا شي او يوه ستونزه ولري، مور زادي ستونزه يې بولي، د افغانستان د توپ وهنې ستونزه هم مور زادي ده او له پيله يې خوند نه و. افغان لوبغاړو له پيله توکلي (Do or die) لوبه کوله، يعنې شپږيزې او څلوريزې وهه او يا ژر ځان اوټ کړه او بېرته له ميدانه وځه. داسې لوبغاړي موږ ډېر و نه موندل چې تخنيکي لوبغاړي وي او له بېټ څخه يې منډې هم راشي. نور علي ځدراڼ چې د افغان لوبډلې تخنيکي لوبغاړى بلل کېږي، تر 30 نن سبا ډېرې منډې نه شي کولاى، رحمت شاه او حشمت شهيدي هم په بې خونده حالت کې دي او منډې نه شي جوړولاى. دې دواړو ته ډېرې سترګې وې چې په نړيوال جام کې به د افغانستان د توپ وهنې مهم لوبغاړي وي او تکيه به پر دوى کېږي، خو دې دواړو ځوانانو تر اوسه هم خپل مسوليت په سم ډول نه دى ادا کړى.
نبي هم د وېسټ انديز د لوبغاړو غوندې يوازې په تجارتي ليګونو کې ښه ځلېږي، خو د وطن لپاره بيا د زړه له تله لوبه نه کوي. سنرايزر حيدراباد لوبډلې د نبي لپاره شکېب الحسن ډراپ کړ، خو په نړيوال جام کې بيا شکېب الحسن سليزې وهي او نبي ګل په صفر او پنځو منډو اوټ کېږي.
افغان لوبغاړي نوي د کرکټ لوبو ته نه دي راغلي، بلکې له لسو تر شلو کلونو کېږي چې دوى کرکټ کوي او د کلونو تجربې ورسره دي، خو بيا هم دوى اوسنى کرکټ زده نه کړ چې بايد په اړه يې سوچ وشي.
دويمه خبره دا هم کېږي چې لوبډله وېشل شوې، اضغر هڅه کوي، ګلبدين نايب يو ناکامه کېپتان ثابت کړي او بېرته خپله کېپتان شي، ځکه د اضغر ډله ښه لوبه نه کوي، دا هم امکان لري چې کرکټ بورډ يې په اړه څېړنه وکړي، ځکه دا ډله لوبغاړي د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر د ټولو وطنوالو له احساساتو سره لوبې کوي او خفه کوي.