fbpx

ولسمشر غني د کرکټ سیالۍ لیدو لپاره لندن ته ولاړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د انګلستان هېواد په رسمي بلنه د يو لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ لندن ښار ته ولاړ.

غني به د دغه سفر په لړ کې د انګلستاني چارواکو سره د لیدني ترڅنګ په لوی ښار ما نچستر کې د افغانستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ په نړیوال جام کې د کرکټ ترسره کېدونکي سیالۍ هم له نږدې وګوري.

د نړیوال جام په دوام افغان لوبډله د جون پر ۱۸ مه نېټه د انګلستان خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي د سرچینو پر وینا ولسمشر غني به لومړی د برتانیه له لومۍ وزیر سره د لیدني وروسته د نږدې ۹۰ دقیقو لپاره د افغان اتلانو سیالي له نږدې وګوري.

د سرچینو پر وینا د ولسمشر محمد اشرف غني سره په دغې پلاوی کې په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ترڅنګ تر شلو زیات کسان موجود دي.

دا سیالي به د نورو په پرتله ډېر لیدونکي ولري ګڼ شمېر افغانان به د لوبې لیدو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني لیدو ته هم له نږدې راځي ښایې جالبه لوبه وه.

د کرکټ مبصرینو پر وینا د نړیوال جام پر مهال د ولسمشر غني تګ انګلستان ته د لوبغاړو په مرال به ښه اغېزه وکړي او ښایې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې لاهم ښه پیل نه دی کړی تر اوسه پورې په یوې بریا هم نه دي توانېدلي په لومړنیو څلورو سیالیو کې پر له پسې ماتې خوړلي دي لومړۍ لوبه یې له اسټرالیا، دوهمه له سریلانکا، دریمه له نیوزیلینډ او څلورمه یې له جنوبي افریقا بایللې ده.

افغان لوبډله به په نړیوال جام کې له انګلستان وروسته له هند، ویسټ انډیز ، پاکستان او بنګله دېش سره خپلې وروستۍ سیالۍ ترسره کړي.