fbpx

وزیرستان کې د ظلم انتها، ۳ ماشومان مړه شو

د پاکستان پوځ په پښتنو د ظلم ټول تاريخونه له خلکو هېر کړل، خو د پاکستاني پوځ په زړه کې د پښتنو لپاره هېڅ رحم رانغی. له تېرو لسو ورځو راهيسې د پاکستان پوځ په شمالي وریرستان کې کرفيو يا ګرځبندېز لګولی دی، چې نن يې لسمه ورځ ده او د خلکو د ژوند ټولې چارې يې په ټپه درولي دي.

د خالد جان داوړ په نوم يو کس په ټولنيزو رسنیو يو پوسټ کړی دی، چې هغه تر میرانشاه پورې پيدل راغلی دی او د دې لپاره راغلی دی چې دلته خپل غږ پورته کړي. ځکه چې په شمالي وزيرستان کې کرفيو لګېدلې ده، کورونو کې ناروغان د مرګ په انتظار پراته دي، د خوراک څښاک هر څه ختم شوي دي او له هغه ځایه کربلا جوړه شوې ده.

پرون ورځ په شمالي وزیرستان کې درې ماشومان د لوږې له امله په خپل کور کې مړه شوي دي خو څوک نشته چې د هغوی جنازه وکړي او لکه د نورو مسلمانانو په څېر يې خښ کړي.

د پاکستان په ټولو پښتني سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو پر ضد عملیات روان دي، هر ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان د پاکستاني پوځ له خوا تښتول کېږي او نامعلومه ځای ته وړل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه د پاکستان په لومړي وزیر عمران خان نيوکې کړي او ويلي يې دي چې عمران خان ويل چې که لومړی وزیر شوم نو د پښتنو او قبایلو لپاره به ډېر څه وکړم، خو اوس دې د قبایلو حال وګوري چې ورسره څه روان دي.

هغه همدا راز زياتوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد پراخ عملیات روان دي او هر ځای نیول کېږي. د پاکستان ظالم حکومت دې د سخت احتجاج انتظار وکړي. هغه وايي چې غورځنګ به خپله مبارزه روانه ساتي.

د دې هر څه پر ضد په نوره نړۍ کې احتجاجونه روان دي، خو په پاکستان کې له ځايي پښتنو سره پوځ داسې ظلم روان کړی دی چې په تاریخ کې به يې هېڅ ساری پېدا نه شي.

په همداسې وخت کې پښتني ګوندونه غلي دي او هېڅوک هم د پښتنو پر وړاندې د دې ظلم و تشدد لپاره غږ نه پورته کوي.

په ميرانشاه کې يو کس خبریال ډاټ کام ته وويل، که په وزیرستان کې کرفیو ختمه نه شوه نو خلک به لوږې مړه شي او که څوک همداسې له کورونو بهر راوځي، نو پوځ يې په ډزو وژني.