fbpx

پاکستان کې وکيلان د پوځ پر ضد راپاڅېدل

په پاکستان کې اخر هم پاکستاني وکيلانو د پاکستاني پوځ پر ضد راپاڅېدل او په جار يې نعرې ووهلې چې د ترهګرۍ تر شا د پاکستاني پوځ لاس دی.

تازه په ټولنيزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې ده چې په ويډيو کې ښکاره کېږي چې د پاکستان د سترې محکمې مخې ته په زرګونو وکیلان راغونډ دي او د پاکستان پوځ پر ضد چيغې وهي. دوی وايي چې د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی.

دوی هغه مشهوره نعره چې (يه جو دهشتګردي هی اسکی پيچهی وردي هی) وايي. دا نعره له هغه وروسته مشهوره شوه کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مبارزو پيل وکړ او په جار يې د پاکستان د پوځ له ظلمونو پرده پورته او په نړۍ کې يې رسوا کړ.

پاکستاني پوځ له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد سخت ګامونه پورته کړي دي او د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری مشران او پلويان يې نيولي او يا هم تښتولي دي. همدا راز په شمالي وزیرستان کې له تېرو لسو ورځو راهيسې کرفیو لګېدلې ده چې ويل کېږي پرون درې ماشومان هم مړه شوي دي.

خو تر دې وروسته چې پاکستاني پوځ پر پښتنو سخت ظلمونه پيل کړي دي، د پاکستان د سترې محکمې وکيلانو هم د پاکستان پوځ پر ضد نعرې پيل کړي دي او چيغې وهي چې د ترهګرۍ تر شا د پاکستاني پوځ لاس دی.

د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي دي چې د پښتنو په خاوره ظلم له انتها اوښتی دی او ډېر ژر به دوی د پاکستاني رياست او پوځ پر ضد په پراخو احتجاجونو لاس پورې کړي.

Loading...