fbpx

سلام رحیمي به د سولې چارو وزارت مشر شي

خبریال وېبپاڼه/ ۱۶ جون ۲۰۱۹ـ د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي به د سولې چارو وزارت مشر وټاکل شي.
حکومتي سرچینې د نوموړي د مقررۍ خبر تائیدوي، خو دا نه دي ویل شوي چې نوموړی به له خپلې اوسنۍ دندې استعفا کوي، که په یوه وخت به دواړه دندې کوي.
له ارګ څخه په خپرو شویو اوازو کې دا هم راغلي، که چېرې سلام رحیمي د ولسمشر د دفتر له ریاست څخه لرې کېږي، په وحید عمر، فضل محمود فضلي، هارون چخانسوري او وحید قتالي کې به یو د ولسمشر د دفتر ریاست مشر ټاکل کېږي.
خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم په څو غونډو کې د دغه مقررۍ په اړه ویلي دي.
بلخوا ویل کېږي چې د سولې د عالۍ شورا د دارلانشا رییس محمد عمر داوودزی هم د ولسمشر غني د کمپاین مسوول ټاکل شوی دی او نوموړی به هم له خپلې دندې استعفا کوي.
د سولې له مشورتي لویې جرګې وروسته پتیل شوې وه چې د سولې عالي شورا به له منځه وړل کېږي او پر ځای به یې د سولې چارو وزارت جوړېږي، خو تر اوسه پورې حکومت د دې وزارت د جوړولو په اړه ښکاره اقدام نه دی کړی، دا چې د سولې وزارت به کله او څنګه خپلې چارې پیلوي، حکومت یې په اړه څه نه وايي.