fbpx

بندیزونه یې په ایران لګولي، خو تاوان افغانستان کړی

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ ـ د ایران د اټومي پروګرام په سر له ډېرو کلونو راهیسې ناندرۍ روانې دي چې په پایله کې یې د امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو په ایران سخت بندیزونه ولګول او دې کار د ایران اقتصاد ته ډېر زیان واړوه، خو ویل کېږي، ایران د بندیزونو له سختېدو وروسته له افغانستان څخه امریکايي ډالر قاچاق کوي. د بي بي سي د راپور په حوالې په تېر یوه کال کې له افغانستانه نژدې پینځه میلیارده ډالر په ناقانونه توګه بهر ته ایستل شوي دي او د سږ کال تر پایه به تر پینځو میلیاردو زیات ډالر قاچاق شي.
د افغانستان د لوېدیځو ولایتو د بانکونو ریاست هم اندېښنه ښيي چې پر پولو د دغه کار د مخنیوي لپاره اړین څار او مخنیوی نشته او له رسمي پولو د ځینو چارواکو په مرسته لېږدول کېږي.
ایران ته له افغانستانه د ډالرو د قاچاق خبر داسې مال را پورته کېږي چې په افغانستان کې هم د ډالرو نرخ ورځې تر بلې پورته کېږي.
که څه هم د افغانستان بانک د ډالرو د نرخ ټيټولو په خاطر هره ورځ ډالر لیلاموي، خو د اقتصادي چارو شنونکي دا مناسبه او دایمي حل لاره نه بولي او پر ځای یې وړاندیز کوي چې بهر ته دې د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شي.
له افغانستانه د ډالرو قاچاق په اقتصادي لحاظ دې هېواد ته ډېر تاوان رسولای شي او د مختلفو توکو قیمتونه ورسره پورته کېږي، خو تر اوسه حکومت د دې کار د مخنیوي لپاره هېڅ لازم اقدامات نه دي کړي.
له ایران سره د امریکا په سیاسي او اقتصادي لوبه کې د ایران ترڅنګ ګاونډیان یې هم زیانمن شوي دي او دا هېواد په دې خاطر چې خپل اقتصاد په پښو ودروي، له ګاونډیو هېوادونو استفاده کوي او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.