fbpx

هند د پاکستان پر وړاندې، افغانان د چا ملاتړ کوي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په دوام نن په دوه ویشتمه لوبه کې د نړۍ دوه سرسختې سیالې هند او پاکستان د یو بل پر وړاندې همدا شېبه لوبېږي.

دا سیالي په نړیوال جام کې تر ټولو مهمه ښودل شوې ده د هند او پاکستان د سیاسي کړکيچ له امله دا لوبه ډېره سخته شمېرل کېږي چې دواړه لوبډلې د ګټلو په هڅه کې دي

په نړیوال جام کې دا سیالي تر ټولو ډېر لیدونکي لري د همدې لوبې لیدلو لپاره لوبغالي ته د ۹۰ زره پورې خلک راغلي دي دغه راز تر یو میلیار پورې نور خلک یې په ټوله نړۍ کې په ټلویزیونو هم ګوري.

په افغانستان کې بیا په پراخه کچه د هند لوبډلې ملاتړي زیات دي ګڼ شمېر افغانان وایې هند د افغانستان دوست هېواد دی او په همدې ترتیب یې په ننۍ سیالۍ کې د هند
ملاتړ اعلان کړی دی.

هند او پاکستان په نړیوال جامونو کې تر دا مهاله شپږ ځلي مخامخ شوي دي چې په دې ټولو سیالیو کې هندۍ لوبډلې بری ترلاسه کړی دی.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د لوبې وړاندې ویلي و مونږ یو ستر پلان لرو؛ موږ د دې قابلیت لرو چې هره لوبډله په نړیوال جام کې ماته کړو.

د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر سرفرار احمد بیا ویلي دي چې د هند خلاف سیالي ورته تر ټولو مهمه ده او مونږ غواړو چې هندي لوبغاړي ژر ژر وسوځوو.

بلخوا د هند لوبډلې پخواني لوبغاړي هم دا سیالي له نږدې ګوري دوی وایې مونږ ته یې پخوانۍ خاطرې یادې کړي دي او په دې باوری دي چې سیالی به هند ګټي.

دا به وروسته معلومه شي چې سیالي کومه لوبډله ګټي خو هندۍ لوبډله ډېر چانس لري.