fbpx

افغان حکومت هندواڼې بهر ته لېږدوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – له هغه وروسته چې د هېواد په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د مېوې او نورو سبزیو بیې راټیټې شوې اوس د افغانستان د سوداګرۍ خونه له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره په ګډه هڅه کوي چې زر ټنه هندواڼه اذربایجان ته ولېږي.

مسوولین وایې هڅه کېږي چې مېوې په ځانګړي ډول هندوانه بهر ته ولېږدوي.تر دې مخکې افغان بزګرانو د دوی محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نه شتون له کبله اندېښنې ښودلې وې او مېوو ته یې د بازارونو د پیدا کېدو غوښتنه کړې وه.

په فراه ولایت کې د هندواڼو ارزښت په دا څو ورځو کې بېخې په بد حالت کې قرار درلود چې وروسته له ډیرو شکایتونو ورته مسوولینو د حل لار پیدا او بهر ته د صادرېدو زمینه یې ورته برابره کړه.

بزګران وایې په دې ولایت کې یې په جریبونو جریبونو هندواڼې کرلي خو څومره یې چې تمه کېدله سږ کال یې په هغه اندازه هندواڼې ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته نه دي صادر کړي چې د هندواڼو له ډیریښت له کبله د دې هندواڼو ارزښت په دوه پیسو شوی وو.

دغه راز سږ کال په دې ولایت کې په ټېلرو ټېلرو هندواڼې د ګرمۍ او لمر خوراک شوې هم دي چې له دغې بدې پېښې سره مخ بزګران یې سخت خواشیني کړي وو خو اوس د هندواڼو بهر ته د تګ به خبر د دوی هیلي بیا راژوندۍ شوي.

د فراه بزګرانو بهر ته د هندواڼو صادرېدلو څخه ملاتړ کړی دوی د حکومت دغه کړنه ستایلې او ویلي دي چې د کال خواري او هیلي به یې حکومت له ځنډ وروسته پوره کړي.

خبریال ډاټ کام ته ځینو بزګرانو وویل سږ کال د هندواڼو د موسم د پیلیدو سره سم له پاکستانه په ټېلرو ټېلرو هندواڼې افغانستان ته راروانې دي خو لا یې هم حکومت مخه نه ده نیولې.

د سږ کال تاوانونو له امله دا ویره هم شته چې راتلونکی کال به هېڅ کروندګر د مېوې کښت ته زړه ښه نه کړي او بدیل به یې بالاخره هماغه کوکنار وي.

ولې د افغانستان هندواڼې بې قدره شوې؟

ولې د افغانستان هندواڼې بې قدره شوې؟