fbpx

چارواکي: په کندهار او تخار ولایت کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – افغان امنیتي چارواکي وایې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښتو کې په کندهار کې درې او په تخار کې بیا ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د تخار امنیتي چارواکو پر وینا د دې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له امله اته تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارواکو پر وینا په تخار کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ځیني مهم وسله وال مرکزونه هم ویجاړ او له منځه تللي دي.

دغه راز د کندهار ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په دغې نښته پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ چې ارزګان ولايت ته څېرمه پرته ده په دې سیمه کې هره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي چې دواړه لورې پکې سخت تلفات ویني.

بل خوا دفاع وزارت نن ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې د دولت ٨٢ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو د دې مرګ ژوبلې په اړه هېڅ نه دي ویلي

Loading...