fbpx

د سرې میاشې اداره ۱۴۱ په زړه سوري ماشومان تداوي کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ ـ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په همکاري د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې په مناسبت ۱۴۱ په زړه سوري ماشومان د درملنې په خاطر کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل.
په همدې اړه د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې جوړې شوې ناستې ته د دې ادارې مرستیال میرویس اکرام وویل چې د قطرې د سرې میاشتې دفتر له څو کلونو راهیسې په ډېرو برخو کې په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو په تداوي کې چې زړونه یې سوري دي، ډېره مرسته کړې ده.
د سرې میاشتې سکرتره جنرالې ډاکتر نیلاب مبارز وویل، په اوس وخت کې د ۲۵ ولایتونو ماشومان د دوی په پروګرام کې شته چې په وړیا ډول د هېواد په څلور روغتونونو کې تداوي کېږي او په ټوله کې د ۳۴ ولایتونو ماشومان د دې پروګرام له لارې تداوي کېږي.
نوموړې د قطر د سرې میاشتې له ادارې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هڅه کوي، د نورو هېوادونو د سرې میاشتې دفترونو مرستې هم را ټولې کړي او په زړه سوري ماشومان تداوي کړي.
د قطر د سرې میاشتې د دفتر یوه مدیر احمد العثماني په دې ناسته کې وویل چې دوی به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د زابل او غزني ولایتونو د کلینیکونو ترڅنګ به د کابل له مرستون سره هم د پخوا په څېر مرسته کوي.
د قطرې سرې میاشتې ادارې چې په روژه کې هم له ډېرو بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړه، مدیر یې له افغانانو سره د مرستو د ډېرولو وعده کوي.
د سرې میاشتې ادارې ویاند میرام صداقت وايي، له ۲۰۰۸ کاله تر اوسه پورې یې له ۱۶۰۰۰ ډېر هغه ماشومان راجستر کړي دي چې زړونه یې سوري دي چې د دوی له ډلې ۹۰۰۰ تداوي شوي او ۶۷۰۰ درملنې ته منتظر دي.
همدا ډول په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰۰ ماشومان په چین او پاتې نور یې د هند، پاکستان او افغانستان په روغتونونو کې تداوي شوي دي.

Loading...