fbpx

په جلال اباد کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د جلال اباد- تورخم پر لویه لار د یاد ښار په نهمه ناحیه کې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یاده ټرافیکي پېښه د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم پر لويه لار د يو مسافر وړونکي مارسډيز او الټو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

د معلوماتو له مخې په دغې ټرافیکي پېښه کې د يوې ماشومې په ګډون درې تنه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شوي دي چې د درملنې لپاره په لومړیو حالاتو کې روغتون ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې د والي ویاند اعطاءالله خوګیاڼی هم وایې یاده پېښه د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځه شوې چې په نتیجه کې یو ماشوم مړ شوی او د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی د ده پر وینا په سیمه کې پولیسو څېړنې پیل کړي دي.

له دې یوازې دوه ورځې وړاندې هم د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله کابل جلال اباد ته په لویه لار سیند ته د موټر غورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ځوانان مړه شوي و.

هغه پېښه د کابل جلال اباد په لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه.
چې د پېښې څلور واړه جسدونه یې په هماغه ورځ کورنۍ ته وسپاره.

مسوولین وایې موټر چلونکي دې په لویو لارو له احتیاط کار اخلي او په چتکۍ سره دې په دې لویو لار سفر نه کوي

Loading...