fbpx

ترکمنستان هېواد سره یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ جون ۲۰۱۹ – مالیې وزارت وايي، هرات کې د ترکمنستان هېواد څخه راغلې پلاوي سره د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراخیدو په لارو چارو خبرې شوي.

د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړېدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي پر وینا چې ټاکل شوې، د لومړي ځل لپاره به ترکمنستان ته د هرات د مرمرو ډبرو د صادراتو په بدل کې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د یونیفورم لپاره ټوکر وارد شي.

خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دواړو لوریو  د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد باندې خبرې اترې شوي دي.

د غه راز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو او ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو خبرې شوې دي.

Loading...