fbpx

هند په یوې تاریخي لوبه کې پاکستان ته زبردسته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – په انګلستان کې د روان نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې تېره شپه په دوه ویشتمه لوبه کې هندۍ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته په( ۸۹ )منډو زبردسته ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه هند په لومړۍ پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو پنځوس اورونو کې پاکستانۍ لوبډلې ته د( ۳۳۷) منډو هدف وټاکه.

د هند لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې پیلیز توپ وهونکي روهېت شرما تر ټولو ډېرې (۱۴۰) منډې جوړې کړې دغه راز لوبډلمشر ویراټ کوهلي هم (۷۷) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې یوازې محمد عامر په ښې ایکانومۍ توپ اچونه ترسره کړه او درې مهم لوبغاړي
له مخې پورته کړل، دغه راز یو هندي لوبغاړی وهاب ریاض او بل حسن علي وسوځوه.

پاکستان ټاکل شوی د (۳۳۷) منډو هدف په ټول توان سره پوره نکړ دې لوبډلې د ټاکل شوي هدف په ځواب کې په (۴۰ ) اورونو کې د شيږو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې (۲۱۲) منډې جوړې کړې. او دا لوبه د اورښت له کبله ډېره وځنډېدله چې د ډي ایل میتود له مخې هند په ۸۹ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې فخر زمان(۶۲) بابر اعظم (۴۸) او اعماد وسیم په وروستیو کې (۴۶) ناسوځېدلې منډې جوړې کړې خو د هدف په ترلاسه کولو کې یوه هم مهم رول ونه لوبوه.

د هند لوبډلې لپاره په توپ اچونه کلدیپ یاداو، ویجی شهنکر او هارډیک پنډیا دوه دوه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل او سیالي یې پر خپله ګټه پای ته ورسوله.

په نړیوال جام کې دا لوبه تر ټولو مهمه ښودل شوې وه د هند او پاکستان د سیاسي کړکيچ له امله هم دا لوبه ډېره سخته شمېرل کېدله چې هندۍ لوبډلې پکې بری ترلاسه کړ هندوان اوس په هند او په نړۍ کې د دې بریا جشنونه نمانځي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا د ( ای سي سي) پر وینا د همدې لوبې لیدلو لپاره لوبغالي ته د( ۹۰) زره پورې خلک راغلي وو چې په زیاته انداره مینوال د ځای نشتون له امله له میدانه بهر یو لوی سکرین ته هم تم ناست وو دغه راز دا سیالي تر یو میلیارد پور په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینوالو په ټلویزیونو هم ولیدله..

په افغانستان کې بیا په پراخه کچه د هند لوبډلې ملاتړ اعلان شوی ،و ګڼ شمېر افغانان وایې هند د افغانستان دوست هېواد دی او په همدې ترتیب یې په ننۍ سیالۍ کې د دوستۍ ترڅنګ د خو لوبغاړو درلودلو له امله هم ملاتړ اعلان کړی دی.

هند او پاکستان په نړیوال جامونو کې دا اومه پرله پسې لوبه وه چې سره مخامخ شوي دي چې په دې ټولو سیالیو کې هندۍ لوبډلې بری ترلاسه کړی دی.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د لوبې وړاندې ویلي و مونږ یو ستر پلان لرو؛ موږ د دې قابلیت لرو چې هره لوبډله په نړیوال جام کې ماته کړو او همداسې هم وشول په خپل پلان کې کامیاب او پاکستان یې مات کړ.

د پاکستانۍ ملي لوبډلې لوبډلمشر سرفرار احمد بیا د لوبې وروسته وایې پاکستان څلور نورې لوبې هم لري چې په اسانۍ به یې وګټي..

نن له سیالۍ دوه ساعته وړاندې په ټویټر پخواني کرېکټر او د پاکستان هېواد اوسني لومړي وزیر عمران خان هم لوبډلمشر سرفراز احمد ته مشوره ورکړې وه چې د پچې ګټلو وروسته دې لومړی توپ وهنه وکړي خو سرفراز د عمران خان خبره ونه منله او له همدې امله له سختې ماتې سره مخ شو.

په نړیوال جام کې پاکستانۍ لوبډلې په پنځو سیالیو کې یوازې یوه ګټلې او درې یې بایللي ,یوه مساوي شوې ده په جدول کې په نهم مقام کې ځای لري. دغه راز هند بیا په څلورو لوبو کې درې ګتلۍ او یوه یې مساوي شوې په درجه بندۍ کې دریم ځای لري.

Your SEO optimized title page contents