fbpx

حمدالله محب په یو رسمي سفر روسيې ته ولاړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – نن سهار وختي د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډااکتر حمدالله محب روسې ته په یوه رسمي سفر تللی دی.

په روسیه کې افغان سفیر لطیف بهاند په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی محب نن سهار د جون په ۱۷ نېټه، د روسیې د باشقرستان جمهوریت پلازمېنې اوفا ته راورسېده.

بهاند وړاندې لیکي ؛ ټاکل شوې ده، چې سبا د جون په اتلسمه په دې ښار کې د ۱۱۸ هېوادونو د استازو په ګډون، د روسیې لسمه امنیتي ناسته جوړه شي.

د بهاند پر وینا حمدالله محب به په دې غونډه کې وینا ولري او نور افغاني استازي به په بېلو بېلو ګردي میزونو او ناستو کې ګډون وکړي.

د دې سفر یوه ورځ وړاندې پرون په کابل کې حمد الله محب د افغانستان د امنیتي سکتور په جوړه شوې ناسته کې هم ګډون کړی و .

په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت امنیتي بنسټونو ته سپارښتنې شوې وې چې د جنایي جرمونو، ترورېستي فعالیتونو، او اختطاف مخنیوي لپاره دې هڅې جدي کړي.

په یاده ناسته کې د ملي امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند بنسټونو ته لازم هدایات ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د ملي امنیت سلاکار د حمدالله محب هڅې د سولې په پر مختګ کې د ستایلو دي افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ده په ګډون په ډیری کنفرانسونواو غونډو کې ګډون کوي.

Your SEO optimized title page contents