fbpx

علي وزیر د محکمې وروسته بیا زندان ته لېږدول شوی

خبریال وېبياڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – نن دوشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د پېښور له مرکزي زندان څخه د بنو محکمې ته وړاندې شوی و خو د قاضي نشتون له امله بېرته مرکزي زندان ته لېږدول شوی دی.

د معلوماتو له مخې د پي ټي ایم مخکښ مشر علي وزیر نن د سهار پر مهال په بنو کې محکمې ته وړاندې شوی و خو په محکمه کې د مشر قاضي نشتون له امله د هغه قضیه یو ځل بیا همداسې پاتې شوه او بېرته د پېښور مرکزي زندان ته ولېږدول شو.

خو پاکستاني ریاست په محکمه کې د قاضي د نشتون له کبله د علي وزیر بیا ځلي محکمه کېدلو لپاره درې ورځې وخت نور هم ورکړی دی او وروستۍ محکمه به یې د جون په ۲۰ مه نېټه ترسره شي.

د پي ټي ایم په دوه مخکښو مشرانو محسن داوړ او په علي وزیر تور دی چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته یې د نورو پلویانو په ملاتړ ډلییز برید کړی دی او د دې سپیناوي په پار یې دواړه محکمې ته معرفي کړی دي .

خو د خړ کمر په پېښه کې محسن داوړ او علي وزیر د پوځ تورونه بې بنسټه وبلل او ادعایې وکړه چې په دې سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر پي ټي ایم ډزې کړې وې. چې په پایله کې د دوی ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور یې ټپیان کړی دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خړ کمر له پېښې وروسته د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پاکستاني ریاست پر ضد احتجاجونه اعلان کړي دي چې له دغو لسګونو احتجاجونو وروسته معلومه شوه چې په خړ کمر سیمه کې پاکستاني ریاست سخت ظلم کړی دی.

اوس مهال د پښتون زغورنې غورځنګ دواړه مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني ریاست په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي. علي وزیر لومړی د مۍ پر ۲۶ مه د خړ کمر د پېښې پر مهال نیول شوی دی چې په وزیرستان کې د اته ورځو زندان وروسته هغه د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول شوی دی.

دغه راز کله چې د علي وزیر د نیول کېدلو وروسته محسن داوړ په ټول شمالي وزیرستان کې لاریونونو ته زور ورکړ پاکستاني ریاست د هغه د نیولو حکم هم وکړ .خو د ولس له منځه حکومت په دې بریالی نه شو چې محسن داوړ دې زندان ته واچوي. بلکې د اختر په شپو او ورځو کې محسن داوړ د ولس د خیر لپاره په خپله خوښه حکومت ته تسلیم شوی دی.

داسې هم ویل کېږي چې د پی ټي ایم پر مخکښ مشر علي وزیر باندې پاکستانی پوځیانو سخت تشددد کړی دی.

په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی

په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی