fbpx

“د پاکستاني حکومت د خلکو ضد سیاستونو خلاف مبارزه کوو”

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ ـ د مسلم لیګ نواز او د پاکستان د خلکو ګوند مشرانو د یکشنبې په ورځ په لاهور کې جلسه کړې ده چې د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستاني حکومت خلاف یوه ګډه ستراتیژي جوړه کړي او یو همغږي کمپاین د دې حکومت د خلکو ضد سیاستونه په وړاندې پیل کړي.

دا غونډه چې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشرې مریم نواز او د پاکستان د خلکو ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ وشوه، پرېکړه وشوه چې په ګډه به د روان سیاسي وضعیت خلاف غږ پورته کوي.

دواړو ځوانو سیاستوال موافقه وکړه چې د ډيموکراسۍ هغه منشور چې د دوی پلرونو اصف علي زرداري او نواز شریف په لندن کې لاسلیک کړی و، په پاکستان کې به د پارلماني ډیموکراسۍ په ملاتړ او د اوسني حکومت په ننګولو کې کاروي.

د معلوماتو پر اساس دواړه ګوندونه په لومړي سر کې یوه ګډه ستراتېژي جوړوي چې دواړه خواوې به په پارلمان کې له یو بل سره همکاري کوي او نورې ډلې به هم هڅوي چې له دوی سره يو ځای شي.

له دې وروسته به یې دویمه هڅه دا وي چې د تحریک انصاف ګوند بودیجه تصویب نه کړي، ځکه دا بودیجه دوی د پاکستان د خلکو په تاوان ګڼي.

مریم نواز او بلاول زرداري د حکومت لخوا د مخالفو سیاستوالو د نیولو په اړه هم بحث کړی او دا یې د حکومت لپاره تاواني کار بللی دی.

پاکستاني حکومت په دې وروستیو کې په مخالفو سیاستوالو او خلکو فشارونه ډېر کړي دي چې د اصف زرداري ترڅنګ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن داوړ او علي وزیر هم زندان ته اچولي دي او اوس هڅه کوي چې نور مخالف سیاستوال هم زندان ته ولېږي.

که څه هم د مریم نواز او بلاول بوټو زرداري ناستې ځینې چارواکي په غوسه کړي دي، خو خپلواک شنونکي فکر کوي چې دا کار کولای شي د تحریک انصاف ګوند حکومت ته ډېرې ستونزې جوړې کړي.