fbpx

په کراچۍ کې دوه پاکستاني پولیس هلاک شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – نن د پاکستان په لوی ښار د کراچۍ په ټاون سیمه کې وسله والو طالبانو دوه پاکستاني پولیس هلاک کړي دي.

د پاکستاني چارواکو پر وینا دواړه پولیس د کراچۍ په ټاون سیمه کې پر لار روان و چې ناڅاپه پر څلور تنو وسله والو برید کړی دی چې په نتیجه کې پولیس په سیمه کې وژل شوي او بریدګر له سیمي روغ رمټ په تېښته بریالي شوي.

د یادې پېښې مسوولیت د وسله والو طالبانو یوې ډلې
حزب الاحرار په غاړه اخیستی دوی ویلي دواړه پولیس په دې سیمه کې دوی ویشتلي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې په لسګونه پوځیان یې د دندو پر مهال هلاک او له منځه وړي دي چې تر ډېره بریده د یادو پېښو مسوولیت هم حزب الحرار ډلې په غاړه اخیستی دی.

پاکستاني چارواکی وایې د یادې پېښې تورن کسان به ژر تر ژره ونیول شي او سخته سزا به ورکړل شي خو ډیری فعالان وایې د پوځیانو پر وړاندې په بریدونو کې د ریاست پراخ لاس دی.

په کراچۍ کې بیا د وژل شویو پولیسو مشر ویلي یادو پولیسو ته له مخکې هېڅ ډول ګړاښ نه و شوی او داچې وژل شوي هم دي وسله والو د هدف له لاري وژلي.

په پاکستان کې وسله وال طالبان وایې د حکومت پر وړاندې به داډول ترهګریزو بریدونو ته نور هم دوام ورکړي او د خپلو وژل شویو غړو غچ به په وار وار سره اخلي.

Your SEO optimized title page contents