fbpx

ولسمشر غني د انګلستاني چارواکي سره په سیمه ییزې همکارۍ خبرې کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني د انګلستان هیواد ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، نن سهار د دغه هیواد د بین المللي انکشاف وزیر روري سټیوارټ سره کتلي دي.

له ارګه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې ولسمشر غني د روري سټیوارټ سره د سیمه ییز اتصال، انکشاف او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث کړی دی.

ولسمشر غني په دې ناسته کې د انګلستان حکومت دوامدره همکاریو ته په اشارې وویل ، افغانستان د سیمه ییز اتصال د پراختیا لپاره د پرمختللو هیوادونو په ځانګړي ډول د انګلستان د همکاریو او تجربو شریکولو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د لازیات شفافیت د تامین په خاطر د انګلستان له حکومته غوښتي چې د بین المللي څارونکي په توګه دا بهیر وڅاري.

روري سټیوارټ د افغانستان د سیمه ییز اتصال په برخه کې ولسششر غني ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل، د انګلستان حکومت به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر تعهداتو سربېره، نور ۱۳۰ میلیونه پونډ له افغانستان سره مرسته وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په انګلستان کې د یو څو ناستو وروسته سبا د انګلستان لوی ښار مانچسټر ته ولاړ شي او هلته به د نړیوال جام په دوام د افغانستان او انګلستان ترمنځ کېدونکې سیالۍ د نږدې ۹۰ دقیقو لپاره په لوبغالي کې هم وګوري .

Loading...