fbpx

د وزیرستان ازار وهلی پاکستان یو ځل بیا هندوانو په ګوڼدو کړ

خبربال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ـ پاکستان د ځمکنۍ نړۍ پر سر هغه هېواد ګڼل کېږي چې له رامنځ ته کېدو تر اوسه یې سیاست د ګاونډیانو تخریب او له دوی سره په دښمنۍ روان دی. پاکستان خپله بقا د نورو په بده ورځ کې ویني، ځکه خو یې ترهګرو ته ځالې جوړې کړي او دا ترهګر بیا په افغانستان، هند، ایران او ځینې نورو هېوادونو کې ترهګریزې حملې کوي، جګړې کوي او خلک وژني.

پاکستاني پوځ دې ته کار ویلي چې شرارت جوړ کړي، په ګاونډیو هېوادونو کې وسله والې ډلې تقویه کړي، مرستې ورسره وکړي او بیا یې د ګاونډیو خلاف وجنګوي چې ښې یې بېلګې یې په افغانستان کې مجاهدین او طالبان دي چې تر اوسه د پاکستاني ریاست په مرسته د افغانستان د ورانۍ پروژه مخ ته وړي.

پاکستاني ریاست نه یوازې په نورو هېوادونو کې جګړې روانې ګړي، بلکې له هغو پښتنو او بلوڅو سره هم بې حده ظلمونه کوي چې په جبر یې د پاکستان په نوم په یوې جغرافیې کې راوستي دي.

په وروستۍ پېښه کې چې د وزیرستان په خړ کمر کې وشوه، د پاکستان پوځ د یوې جوړې کړې ډرامې له مخې هم پښتانه ووژل او هم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ونیول او زندان ته یې واچول چې د پښتنو د حقونو غوښتنه یې کوله، یعنې هم یې پښتون مړ کړ او هم یې پړ کړ.

د افغانستان له ورانولو وروسته پاکستان اوس خپل سیال هند ګڼي چې هیله لري، د افغانستان په څېر یې وران کړي، خو خبره دا ده، په دې دومره وخت کې چې پاکستان د نورو په تخریبولو مصروف و، هند په ځان کار وکړ او له پاکستانه ډېر مخکې شو، یعنې هغه انرژي چې پاکستان د نورو په پرځولو مصرف کړه، هند د ځان په لوړولو مصرف کړه، ځکه خو پرون هندوستان د انګلستان په مانچستر ښار کې پاکستان په ګونډو کړ او لوبه یې په ښه مورال ترې وګټله.

که چېرې پاکستان په دې دومره وخت کې هغه انرژي چې د نورو په پرځولو کې یې مصرف کړه، د ځان په لوړولو یې مصرف کړې وای، نن به یې دا حال نه و.

د پاکستان غټه اتلولي دا ده چې په وزیرستان کې عام پښتانه را ونیسي، زندان ته یې ولېږي یا یې ووژني، خو له هند سره بیا د مقابلې نه دي او په زېړو سترګو لوبې ورته بایلي. هغه حکومت چې په وزیرستان کې یې ګرځبندیز لګولی، بې ګناه پښتانه یې وژلي، زندان ته یې لېږلي، ځورولي یې دي، د هغو د ازار په سبب پاکستان د ټولې دنیا په مخ کې خپل دښمن ته شرمنده شو او لوبه یې ورته وبایلله.

پاکستانی ریاست دې دا سوچ نه کوي چې که د منافقت او ترهګرۍ په میدان کې یې وړې ده، په نورو میدانونو کې به هم کامیاب وي، بلکې ورځ تر بلې به له نورو میدانونو ایستل کېږي او سپکېږي به او اخر به د پاکستان نوم یوازې له ظلم او ترهګرۍ سره یادېږي.