fbpx

ولسمشر غني د برتانیې د ملي امنیت سلاکار سره کتلي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جون ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني انګلستان هېواد ته د سفر پر مهال نن له غرمې وروسته د برتانیې د ملي امنیت سلاکار مارک سیډویل سره هم کتلي دي.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ولسمشر غني په دې کتنه کې سیډیول سره د سیمې پر امنیتي مسایلو، د افغانستان د سولې  پروسې او همدارنګه بین المللي تروریزم سره پر مبارزې بحث او خبرې کړي دي.

خبر پاڼه زیاتوي مارک سیډویل دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د ولسمشر غني او نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو قدرداني وکړه. هغه وایې، هیواد به یې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني په دغې ناسته کې زیاته کړه د افغانستان حکومت پایداره سولې ته د رسېدوپه برخه کې هم لاسته راوړنې لري او په دې برخه کې  سیمه ییزې اجماع  ته د رسېدو په برخه کې هڅې جریان لري.

ولسمشر له دې وړاندې د سهار پر مهال د دغه هیواد د بین المللي انکشاف وزیر روري سټیوارټ سره هم کتلي و په هغې لیدنه کې غني د سیمه ییز اتصال، انکشاف او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث کړی وو.

د یادولو ده محمد اشرف غني به په انګلستان کې د یو څو ناستو وروسته سبا د انګلستان لوی ښار مانچسټر ته ولاړ شي او هلته به د نړیوال جام په دوام د افغانستان او انګلستان ترمنځ کېدونکې سیالۍ د نږدې ۹۰ دقیقو لپاره په لوبغالي کې وګوري.