fbpx

په کندهار کې ۳۰ کسیزه وسله واله شبکه نیول شوې

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جون ۲۰۱۹ – د کندهار ولایت والي حیات الله حیات وایې په دې ولایت کې د ملي امنیت کارکوونکو د وسله والو مخالفینو ۳۰ کسیزه وسله واله شبکه نیولې ده او هغوی په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

نن د جون پر اتلسمه نېټه د سې شنبې په ورځ د کندهار والي حیات الله حیات د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې وویل چې یاده ۳۰ کسیزه ډله د ملي امنیت منسوبینود تېرې یوې اونۍ پر مهال نېولی او د قانون منګلو ته یې سپارلې ده.

د کندهار والي زیاتوي دغو وسله والو په دې وروستیو کې د کندهار ولایت په ډیری سیمو کې وسله وال بریدونه ترسره کول چې د دې ولایت اوسېدونکو ته یې ګڼ شمېر امنیتي ستونزې حوړې کړې وې.

دغې ۳۰ کسیزې وسله والې ډلې غوښتل چې په کندهار او په یوشمېر نورو ولايتونو کي هم وسلوال تروریستي فعالیتونه ترسره کړي، دوی په ځلونو ځلونو د کندهار امنیتي چارواکي ، ولسي وګړي، او قومي مشران لومړی له ځان سره بېول او بیا یې په شهادت رسول.

د یاد ولایت مقام څخه خپره شوې خبر پاڼه وړاندې وایې نیول شویو ۳۰ تنو وسله والو مخالفینو پر لویو لارو د ماینونو د پټولو ترڅنګ، په ولسوالیو کي پر امنیتي پوستو او د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي قطارونو باندي وسلوالي حملې هم کولې چې پر وخت یې مخه ونیول شوه.

د کندهار والي په خبره دغه مخالفينو په پاکستان هیواد کښي نظامي تعلیمات تر لاسه کړي او د هغه ځای څخه د جنګ لیکو ته افغانستان ته رهبري کېدل.

Loading...