fbpx

غني لوبغاړو ته: تاسې هغه اتلان یاست چې هېواد ته مو عزت ورکړی

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جون ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني انګلستان هېواد ته د سفر پر مهال په نړیوال جام کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د سیالۍ وړاندې د افغان اتلانو سره لیدلي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماچنسټر ښار ته د رسېدو سره سم د ملی لوبغاړو سره ناسته وکړه غني په دې ناسته کې لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې وویل تاسې هغه اتلان یاست، چې خپل هیواد ته مو عزت ورکړی او د خلکو پر وړاندې ځانګړی مقام لرئ.

ولسمشر غني د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې سره په نننۍ کتنه کې د برتانیې ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې د بریا هیله وکړه او زیاته یې کړه: د ښه ځلېدو او بریا ترلاسه کولو په خاطر د لوبغالي دننه او بهر ستاسې اتحاد، اتفاق او همغږي ډېره مهمه ده او زه هیله من یم چې بیا هم د افغانستان د ملت لپاره ویاړ ترلاسه کړئ.

بلخوا د ولسمشر غني سره په دې سفر کې په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل هم مل دی هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر «لوبغاړي دې ته وهڅول چې د یوه ټیم په توګه د وطن پالنې له روحیې، جذبې او شوق سره لوبه وکړي او هغوی ته یې د خپل ملاتړ پوره ډاډ ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني به د افغانستان او انګلستان ترمنځ په نړیوال جام کې دا مهمه سیالي په لوبغالي کې د نږدې ۹۰ دقیقو لپاره وګوری.

ویل کېږي دا سیالي د نورو سیالیو په پرتله ډېر لیدونکي لري ګڼ شمېر افغانان به د لوبې لیدو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني لیدو ته هم له نږدې راځي ښایې جالبه لوبه وي.

د کرکټ مبصرینو پر وینا د نړیوال جام پر مهال د ولسمشر غني تګ انګلستان ته د لوبغاړو په مرال به ښه اغېزه وکړي او ښایې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې لاهم ښه پیل نه دی کړی تر اوسه پورې په یوې بریا هم نه دي توانېدلي په لومړنیو څلورو سیالیو کې پر له پسې ماتې خوړلي دي لومړۍ لوبه یې له اسټرالیا، دوهمه له سریلانکا، دریمه له نیوزیلینډ او څلورمه یې له جنوبي افریقا بایللې ده.

افغان لوبډله به په نړیوال جام کې له انګلستان وروسته له هند، ویسټ انډیز ، پاکستان او بنګله دېش سره خپلې وروستۍ سیالۍ ترسره کړي.