fbpx

حمدالله محب د تاجکستان او د بلاروس د ملي امنیت سلاکارانو سره کتلي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جون ۲۰۱۹ – د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په روسیه کې د اوفا امنیتي کنفرانس په څنډه کې د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار محمدالله وطن زاده سره لیدلي.

د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې حمدالله محب او محمدالله وطن زاده د امنیتي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې بحث او خبرې کړي دي.

حمدالله محب د کنفرانس پر څنډه کې د دې لیدنې پر مهال د سولې ثبات د تامین په خاطر د ګاونډیو هېوادونو رول ته په اشارې وویل، چې د سولې ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو تقویت لپاره یو ائتلاف ته اړتیا ده او تاجکستان کولی شي په دې برخه کې ښه رول ولوبوي

په دې لیدنه کې د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار محمد الله وویل هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یاد کنفرانس په یوې څنډه کې د بلاروس د ملي امنیت له سلاکار سره هم کتلي دي چې دواړو لوریو د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ملي امنیت شورا وايي محب په افغانستان کې د بلاروسي کمپنیو په پانګونې ټینګار وکړ چې د ښاغلي زاس سټېنسلف له خوا يې هرکلی او ملاتړ وشو.

Loading...