fbpx

انګلستان افغانستان ته په ۱۵۰ منډو ستره ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ جون ۲۰۱۹ – د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوام نن د افغانستان او انګلستان ترمنځ په مانچسټر کې سیالي ترسره شوه دا سیالي انګلستان په۱۵۰ منډو باندې وګټله .

نن دا سیالي د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې پیل شوه د دې سیالۍ لیدو لپاره ولسمشر غني لوبغالی ته د نږدې( ۹۰) دقیقو لپاره راغلی و او افغان اتلان یې له نږدې تشویق کړل د ولسمشر په شتون کې لومړنۍ ویکټ دولت ځدراڼ واخیسته چې ولسمشر هم پرې ځانګړې خوښي وکړه او بیا له لوبغالي ووت.

په دې لوبه کې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه انګلستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د (۳۹۸) منډو ستر هدف افغانستان ته وټاکه.

د انګلستان لپاره نن په توپ وهنه کې لوبډلمشر ایون مورګن چټکه سلیزه ووهله هغه نږدې (۱۷ )شپږیزي په افغان توپ اچونکو ووهلي او په( ۷۱) توپونو یې (۱۴۸) منډې جوړې کړې دغه راز جوني برېیسټو په( ۹۰ )منډو وسوځېد او جیو روټ هم( ۸۸ )منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې یوازې دولت ځدراڼ او لوبډلمشر ګلبدین نایب درې درې لوبغاړي وسوځول دغه راز نورو لوبغاړو کومه ویکټ وانخیسته خو بد ترینه توپ اچونه یې ترسره کړه.

افغان لوبډله د انګلستان د( ۳۹۸) منډو په تعقیب کې پاتې راغله او د اته لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکلو پنځوس اورونو کې ټولې( ۲۴۸) منډې جوړې کړې او دا سیالی یې پر ۱۵۰ منډو باندې وبایلله.

نن د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ګلدبین نایب په( ۳۷) منډو وسوځېد دغه راز رحمت شاه (۴۶ ) حشمت الله شهیدي( ۷۶) او اصغر افغان( ۴۴) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې خو یاد هدف یې ترلاسه نکړ.

دا سیالي انګلستان په( ۱۵۰) منډو له افغانستانه وګټله د لوبې غوره لوبغاړی هم لوبډلمشر ایون مورګن اعلان شو نوموړي نن ستر اننګر ولوبوه ده د ( ۱۷) شپږیزو پر مټ ( ۱۴۸ )منډې جوړې کړړې..

افغان لوبډلې په( ۲۰۱۹ ) کال نړیوال جام سیالیو کې سږ کال تر ټولو بد ترینه توپ اچونه په نن لوبه کې ترسره کړه خو د توپ وهنې په برخه کې نن تر ټولو لوبو ښه ځلیدلي دي نن یې ټاکل شوي پنځوس اورونه د پنځو لوبو وروسته ولوبول.

غني لوبغاړو ته: تاسې هغه اتلان یاست چې هېواد ته مو عزت ورکړی

غني لوبغاړو ته: تاسې هغه اتلان یاست چې هېواد ته مو عزت ورکړی