fbpx

د پنجاب په یوې محکمه کې په پاکستانۍ لوبډلې عریضه شوې

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ – د تيرې يکشنبې په ورځ پاکستان د انګلستان په ټریفورډ ښار کې هند ته د سختې سيالۍ د بایللو وروسته په پاکستانۍ لوبډله د خلکو لخوا انتقادونه او غبرګونونه دوام لري او د یادې لوبډلې د منحل کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د سماء ټلويزوني شبکې د تازه خبر له مخې یوه کس د پنجاب په ګوجرانوالا محکمه کې د پاکستان لوبډلې په ضد عریضه کړي او په عریضه کې د پاکستان د لوبډلې او د سلیکشن کميټې په ټولو غړو د بندیز غوښتنه کړي ده.

پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د انګلستان په کوربه توب په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سيالیو کې پيل په شرموونکي لوبې وکړ چې د ويسټ انډيز لخوا ټوله لوبډله یې په ۱۰۵ منډو وسوځیده.

پاکستانۍ لوبډلې د روان نړیوال جام سيالیو په تيرو شوو لوبو کې يوازې يوه لوبه هغه هم د انګلستان څخه ګټلې ده پاتې نورې بایللي خو یوه یې مساوي شوې هم ده.

د پاکستان د جیو نيوز ټلویزیون د خبر له مخې پاکستانی کریکټ بورډ د لوبډلې د خرابو کارکردګیو وروسته نن چهارشنبه په لاهور ښار کې بیړنۍ ناسته ترسره کوي چې ممکن د لوبډلې روزونکي، مشر سلیکټر او د لوبډلې د کپتان د بدلولو په اړه هم پریکړه وکړي.

عزيزي

هند په یوې تاریخي لوبه کې پاکستان ته زبردسته ماتې ورکړه

Loading...