fbpx

محسن داوړ محکمې ته وړاندې شوی

خبریال وېبياڼه / ۱۹جون ۲۰۱۹ – نن چهار شنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د پېښور له مرکزي زندان څخه د بنو ځایې محکمې ته بیول شوی دی چې نوموړی به په محکمه کې پر ده لګول شوي تورونو سپیناوی وکړي.

د پي ټي ایم پر دې مخکښ مشر محسن داوړ پاکستاني پوځیانو تور لګولی و چې ګواکې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د علي وزیر او د نورو پلویانو په شتون کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی وو او په په نتیجه کې پڼځه پاکستاني پوځیان وژل شوي و چئ محسن داوړ د همدغې تور د سپینولو په موخه نن د بنو ځایې محکمې ته بېول شوی دی.

لا له وړاندې د خړ کمر په پېښه کې محسن داوړ او علي وزیر د پوځ تورونه بې بنسټه بللي او ادعایې وکړه چې په دې سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر پي ټي ایم ډزې کړې وې. چې په پایله کې د دوی ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور یې ټپیان کړی دي

د خړ کمر له دغې پېښې یوه ورځ وروسته په ټولنیزو رسنیو هم هغه ویډیو خپره شوه چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې پاکستاني پوځیانو ناڅاپي د پي ټي ایم پر غړو مسلسل ډزې کړې وې. او په حقیقت کې هم دا معلومه شوه چې پاکستانی پوځ او ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو بې ځایه تورونه لګولي وو.

د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمي د پېښې په لومړۍ ورځ د پښتون ژغورنې غورځنک بل مخکښ مشر علي وزیر پاکستاني پوځیانو نیولی و. او په وزیرستان کې د اته ورځو د زنداني کېدلو وروسته یاد ریاست د پېښور مزکي زندان ته ولېږدوه چې د نن ورځې پورې په دې زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

د علي وزیر د نیول کېدلو وروسته محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ریاست پر ضد په مسلسله توګه احتجاجونن وکړل خو د ولس د خېر لپاره داوړ په خپله پاکستاني پولیسو ته تسلیم شو ځکه چې له یادې سیمي وتلو او را ننوتلو لپاره حکومت څوک نه پرېښوده او ګڼې ستونزې پېښ کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ دا مهال یوځای د پېښور په مرکزي زندان کې پراته دي، دوه ورځې وړاندې علي وزیر د بنو ځایې محکمې ته هم وړاندې شوی وو خو د قاضي نشتون له امله د هغه قضیه یو ځل بیا د جون پر ۲۰ مه نېټه سبا محکمې ته وړاندې کېږي.

نن محسن داوړ هم له مرکزي زندان څخه د بنو هماغې ځایې محکمې ته بېول شوی دی. داسې هم ویل کېږي چې نن پر محکمه کې قاضي هم شتون لري او ښایې د محسن داوړ په تړاو پرېکړه وکړي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خړ کمر له پېښې وروسته د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پاکستاني ریاست پر ضد احتجاجونه اعلان کړي دي او لاهم روان دي.

داسې هم ویل کېږي چې د پی ټي ایم پر مخکښ مشر علي وزیر باندې پاکستانی پوځیانو سخت تشدد کړی دی.

علي وزیر د محکمې وروسته بیا زندان ته لېږدول شوی

علي وزیر د محکمې وروسته بیا زندان ته لېږدول شوی