fbpx

ملګري ملتونه: په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ تازه د ملګري ملتونه وایي د تېر کال په پرتله په افغانستان کې په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې کموالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې چې نن به د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شي، ویلي په افغانستان کې په امنیتي پېښو او ځانمرګو بریدونو کې خورا يه زیاته اندازه کموالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمام مشر انتونیو ګوتریش تازه په خپلو څرګندونو کې وايي د روان کال د فبرورۍ میاشتې له اتمې بیا د مې تر نهمې په افغانستان کې ۵۲۴۹ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه فیصده کموالی ښيي.

دغه راز تېر کال د همدې مودې په پرتله په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې تېر کال خورا زیات ځانمرګي بریدونه ترسره شول په دغو بریدونو کې په لسګونه ملکیان، بهرنیان او د افغانستان امنیتي کسان ووژل شول دې بریدونو په لسګونه پراخ ستر ستر تعمیرونه هم ونړول او د اقتصاد له لحاظه یې هم په سلګونه زره ډالر افغان حکومت ، بهرنیانو او ملکیانو ته واړوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن ناوخته دغه راپور تر لاسه کړي او د یادې شورا په غونډه کې به په افغانستان کې پر روانو جګړو، نا امنیو، بشري حقونو، بې ځایه شوو، سولې او نورو مواردو خبرې وکړي.

Loading...