fbpx

سادات: افغان ځواکونو وسله وال سخت ځپلي

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات وایي، په وروستیو څو اونیو کې په ټول هېواد کې افغان ځواکونو پر وسله‌والو درانه بریدونه کړي او سخت یې ځپلي دي.

د کورنیو چارو وزارت معین خوشحال سادات پرون په هلمند کې خبریالانو ته ویلي چې د سفر موخه یې په دې ولایت کې د افغان سرتېریو د وړتیاوو او د ترسره شویو عملیاتو ارزونه ده.

تېره ورځ د خوشال سادات په ګډون یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی هلمند ته ولاړ چې د  ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر، د ملي دفاع وزارت مرستیال او ملي امنیت شورا مرستیالان پکې شامل وو.

دغو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هلمند له ځايي چارواکو سره د نویو تجهیزاتو د ورکړې ترڅنګ د افغان ځواکونو د تشکیل د پراختیا او په یوشمېر مرکزي ولسوالیو کې د عملیاتو ژمنې وکړې.

د سادات پر وینا په دې وروستیو کې د هلمند په ګډون په جنوبي ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.چې په همدې موخه یې له هلمند
لیدنه کړې تر څو په راتلونکي کې افغان ځواکونه وسله والو سره په نښتو کې په سمه توګه وجنګیوي.

دغه راز خوشحال سادات هلمند ته د تګ پر مهال د دې ولایت له والي، د نظامي کمیسیون له غړو سره د امنیتي وضعیت په اړه هم بحث کړی دی.اود تېرو عملیاتو په مثبتو نتایجو او د نویو عملیاتو په پلان یې هم له مسوولینو سره خبرې کړي.

د یادولو ده په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې نه یوازې چې وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې بلکې د هغوی زندانونه یې هم مات کړي دي.