fbpx

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ بیا اخ و ډب شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د اونیو راهیسې جنجالونه روان دي نن هم د همدې جنجالونو په دوام د ریاست لپاره د دوه مخکښو نوماندانو کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني پلویانو ترمنځ فزیکي شخړه شوې.

د څو اونیو د جنجالونو د پای ته رسېدو لپاره نن د ولسي جرګې حاضر وکیلان په دې لانجمنې موضوع سره راټول شوي و تر څو د ولسي جرګې د تالار څخه دا لانجې نورې ختمې او له منځه یوسي، خو د دوی دې ناستې هم هیڅ مثبته نتیجه ورنکړه او په وهلو ټکولو پای ته ورسېده.

د معلوماتو له مخې ننی جنجال هم د ریاست پر څوکۍ او وکیلانو غوښتل چې په نقطه لرونکۍ رایو پاڼو بحث وروستی کړي خو دا بحث د تمې خلاف په جنجال واوښت چې بیا اخ و ډب ته ورسېده.

د وکیلانو له ډلې نن ځيني استازي د پټي رايي، ځيني بیا د علني او ځيني بیا د مختلط رايي د کارولو غوښتونکي وه خو هر څه بې نتیجي او هماغه پخواني حالت ته ولاړ.

په ناسته کې د میر رحمان رحماني پلویانو ادعا درلوده، چي مقابل طرف يې فقط بحثونه جنجالي کوي او کله، چي يې میر رحمان رحماني د ریاست پر چوکۍ کښېناوه، د کمال ناصر اصولي له سخت غبرګون سره مخ شو.

خو ریاست ته نوماند کمال ناصر اصولي وایې هغه وکیلان چې میر رحمان رحماني ته په غیرت رایه ورکوي د خلکو پر وړاندې دې په صندوق کې رایه رحماني ته ورکړي. هغه ادعا وکړه چې هرڅه د قانون خلاف ترسره شوي دي او دوی به رحماني ته اجازت ورنکړي چې د ریاست پر څوکۍ دې پل کېدي.

یاد جنجال په ټلویزیون په ژوندۍ بڼه هم ښودل کېده چې وروسته د ټلویزیون پر پرده نشرات بند کړی شو خو په ټولنیزو رسنیو یوه تازه ویډیو د ولسي جرګې له تالار څخه خپره شوې په دې ویډیو کې ښکاري چې وکیلانو سخت اخ و ډب کړی دی.

د ولسي جرګې له تالار څخه یو شمېر سرچينو ویلي، چي په جنجال کي یو شمېر استازي ټپیان شوي هم دي.

داسې هم ویل کېږي ، اوس د ملي شورا د ساتونکو په مداخله د وکیلانو ترمنځ اخ‌و ډب کم شوی دی او عادي حالت ته رسېدلی دی.

د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ روانه نه ختمېدونکي لانجه نږدې دوه میاشتې وړاندې هغه وخت پیل شوه چې کله د ولسي جرګې د ریاست لپاره دویم پړاو ټاکنې وشوې او د ولسي جرګې لنډمهالي رییس میررحمان رحماني د جرګې رییس اعلان کړ.