fbpx

د افغانستان فوټسال لوبډلې نیمه پایلوبي ته لار پيداکړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ – تېره ورځ د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې د اسیایې سیالیو په دوهم پړاو کې تر ټولو قوي د ټایلینډ ۲۰ کلنې ملي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی دی چې په دې مهمه سیالۍ کې افغان لوبډلې د ټایلینډ پر وړاندې ۳ ګولونه ووهل. دغه راز هغوی بیا پر افغانستان ۲ ګولونه تر سره کړل چې افغانستان د یو ګول پر وړاندې والي سره دا سیالي وګټله او د یادو سیالیو دریم پړاو یا نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

ټاکل شوې د افغانستان دا ۲۰ کلنه د فوټسال ملي لوبډله سبا پنجشنبه د جون پر ۲۰ مه نېټه د اندونیزیا هېواد د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې سره سیمي فاینل یا نیمه پای لوبه ترسره کړي.

د اسیایې هېوادونو ترمنځ په دې سیالیو کې افغانستان، اندونیزیا، ایران او جاپان هغه هېوادونه دي چې د دې سیالیو نیمه پای لوبو ته یې لار پیدا کړې چې څلور واړه لوبډلې د اتلولۍ په هڅه کې دي.

د فوټبال فدراسیون پر وینا دا څلور لوبډلې په دې تکل دي چې د یادو سیالیو اتلولي وګټي خو افغانستان یې هم کلک مدعی بلل شوی دی ځکه چې په دې ټورنمنټ کې افغان لوبډلې تېرې سیالۍ په زړه پورې ترسره کړي او سبا به په نیمه پای لوبه کې له اندونیزیا سره خپل بخت و ازمایې.

د ۲۰ کلنو ترمنځ د فوټسال دا اسیايي سیالۍ د ایران په کوربه توب پیل شوي دي، چي ټولې پکې ۱۲ آسیایې لوبډلو ګډون کړی دی.

Your SEO optimized title page contents