fbpx

یوراج سینګ په خارجي لیګونو کې د لوبیدو اجازه غواړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ جون ۲۰۱۹ – د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني الروانډر یوراج سینګ چې یوه اوونۍ وړاندې یې له نړیوال کریکټ او ای پي ایل سیالیو تقاعدي اعلان کړې، له هند کریکټ بورډ څخه یې په یوه لیک کې غوښتنه کړي چې د هند بهر په نورو خارجي لیګونو کې د لوبیدو اجازه دې ورکړل شي.

یوراج سینګ چې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره د وخت یو بهترین لوبغاړی تیر شوی دی ویلي دي، یوازې د ساعت تیري لپاره غواړي چې د نورو هیوادونو په لیګونو کې لوبې ترسره کړي.

هغه وویل” دا ډیر ځورونکي ده چې د تیر نړیوال کیريئر او دغه شان په ای پی ایل سیالیو کې د خپلو کارکردګیو په اړه له ځان سره فکر کوم، په دې عمر کې کریکټ کول، یوازې د ساعت تیري لپاره غواړم چې شل اوریزې کریکټ سیالۍ ترسره کړم او له خپل پاتې ژوند څخه خوند واخلم.

د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ویرینډر سیواک او ظهیرخان چې وړاندې له نړیوال کریکټ څخه تقاعد شوي، د هند کریکټ بورډ لخوا ورته د اماراتو په کوربخ توب په تیر (ټي ټین لیګ) یا لس اوریزه کریکټ سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړل شوي وه.

د یادولو وړ ده چې د هند پخوانی لوبغاړی عرفان پټان چې اوسمهال د فرسټ کلاس سیالیو یو فعال لوبغاړی دی، تیره میاشت په لومړي ځل د ویسټ انډیز کارابین پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ لیست کې یې نوم ښکاره شو او لومړۍ هندي لوبغاړی شو چې په یوه خارجي لیګ کې د لوبیدو اجازه ترلاسه کوي.

دوه کاله وړاندې دده مشر ورور یوسف پټان ته بیا د هانګ کانګ په کورني شل اوریزه لیګ سیالیو کې د لوبیدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې هند کریکټ بورډ د تقاعد شوو لوبغاړو پرته نورو لوبغاړو ته په خارجي لیګونو کې د لوبیدو اجازه نه ورکوي.

عزیزالله عزیزي