fbpx

د راشد خان په اړه مسخریي ټويټ ته کلک غبرګون

د افغانستان او انګلستان کریکټ ملي لوبډلې ترمنځ په تيره سيالۍ کې په افغان ليګ سپنر بالر راشد خان باندې نړيوال ريکارډونه جوړ شول. نوموړي په ۹ اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې چې دا په روان نړیوال جام کې د یوه توپ اچوونکي لخوا تر ټولو ډیرې منډې شمیرل کیږي.

له دې سيالۍ وروسته د ایسلينډ په نوم کريکټ پاڼې لخوا د افغان لیګ سپنر بالر راشد خان په اړه د ملنډو ډک، ريشخندي ټويټ وشو او په هغې کې يې لیکلي ول:

((واو! مونږ واوريدل چې راشد خان په نړيوال جام کې د افغانستان لپاره لومړۍ سليزه جوړه کړه، په ۵۶ توپونو يې ۱۱۰ منډې جوړې کړې. دا په نړيوال جام کې تر ټولو زياتې منډې دي چې يو توپ اچوونکى يې ترلاسه کوي او ډیر ښه بیټينګ د یو ځوان لوبغاړي لخوا ترسره شو.))

له دې ټويټ وروسته انګلستاني لوبغاړو کلک ځواب ورکړ.

د انګلستان پخواني لوبغاړي لوک رايټ لخوا ورته په ځواب کې ولیکل شول:

((ډیر د چټياتو ډک ټويټ، د دې په ځای چې تاسو په يو چا پسې ريشخند يا مسخره کوئ، ولې ددې په ځای تاسو یو چاته چې په اسوسيټ میمبر يا دوهمې درجې لیول کریکټ کې يې د خپلې لوبډلې لپاره ډير څه کړي دي احترام نه لرئ.))

د انګلستان لوبډلې اوسني توپ اچوونکي جوفرا ارچر بیا ورته ځواب کې ولیکل: (( ويروونکی ټويټ.))

د ايسلېنډ کرکټ پاڼې دغه ټويټ ته د خلکو له خوا سخت غبرګون وښودل شو چې له هغه وروسته يادې پاڼه دغه ټويټ له خپلې پاڼې څخه ليرې کړ.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ افغانستان له انګلستان سره د نړيوال جام په ترڅ کې خپله پنځمه لوبه ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې د انګلستان لوبډلې يو شمېر ريکارډونه هم جوړ کړل، چې د هغې له برخې يې د اوين مورګن ١٧ شپږيزې هم يو ريکارډ و. همدا لامل و چې د راشد خان څخه په ٩ اورونو کې ١١٠ منډې واخيستل شوې.

راپور : عزيزالله عزیزي