fbpx

Phil Simmons ولي‌اوس پر افغان اتلانو نیوکه کوي ؟

خبريال ويب پاڼه / کابل ۱۹-۶-۱۹ ٰ- د افغانستان د کرکټ د ملي‌لوبډلې مشر روزونکی Phil Simmonsپه داسي‌وخت کې د ملي ټیم د سلیکشن کومېټې پر مشر دولت احمدزي په داسي‌حال کې نوکه کړې چې د روزونکي Phil Simmons دنده په کرکټ بورډ کې پای ته رسېدلې ده .‌

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي Phil Simmons سره د ښاغلي مشعل د چرمېني او د شفق ستانکزي د اجرایوي ریاست پر مهال قرار داد شوی وو.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې د قرار داد له مخي‌ Phil Simmons ته هره میاشت د (۱۸۰۰۰) اتلس زره ډالرو تنخوا مقرر شوې وه ،البته ددې میاشتني معاش سره سره نوموړي ته د هر میچ د ګټلو پر سر (۵۰۰۰) ډالر نور هم ورکول کېدل .

د قرارداد پر اساس Phil Simmons مجبور نه وو چې افغانستان ته راشي او د ټیم روزنه وکړي ،بلکه هغه ته په قرار داد کې حق ورکول شوی وو چې د ملي‌ټیم روزنه دي په بهرنیو هیوادونو کې کوي ، او دا علت وو چې دافغانستان د ملي ټیم ځوانان به تر ډېره بریده له هیواده بهر روزل کېدل .

ښاغلی سایمنز ته د قرار داد له مخي‌دا آزادي هم ورکړل شوې وه چې د لوبي د بایللو په صورت کې به له دنه پوښتنه نه کېږي .

د پیلیپ سایمنز قرارداد د را رواني جولای میاشتي‌ پر ۱۵ نېټه پای ته رسېږي .

دافغانستان کرکټ‌ بورډ مشرعزیز الله فضلي  پرېکړه کړې ده چې نور به Phil Simmons ته د کرکټ ټیم د روزنې چاره نه ورسپاري او له ده سره به قرار داد نه نوی کوي .

تازه دمه Phil Simmons دافغانستان د کرکټ بورډ د روزونکي دولت احمدزي خلاف یو ټویټ کړی دی چې ګواګې هغه ناسم سلکشن کړی .

خو تر ډېره بریده داسي ښکاري چې ښاغلی سایمن هڅه کوي ې پر کرکټ بورډ فشار راوړي څو لا نور په بورډ کې پاتې شي .

کرکټ پوهان وايي چې که چېرته کرکټ بورډ ددغه کس د سیاسي مداخلت یا په ټیم کې د لاس وهنې په تړاو د کرکټ نړۍ واله شورا خبره نکړي ،ښايي دا سړی به دافغان کرکټ بورډ‌ په چارو کې لا نوره لاس وهنه وکړي .

د کرکټ بوډ یوې سرچینې خبریال ډاټ اکم ته وویل چې د کپتان د بدلون په مسئله کې هم د مشر روزونکي له لوري‌پراخه لاس وهنه شوې وه او نوموړي‌هڅه کړې وه چې ټیم پر دوو برخو وویشل شي .

دافغانستان د کرکټ‌ بورډ باید د ښاغلي سایمنز په کړنو د کرکټ نړۍ واله شورا خبره کړي او همداراز ټیم ته دیوه داسي کوچ د موندلو هڅه وکړي چې یوازي پر روزنه ټینګار وکړي او د ټیم په نورو چارو کې لاس وهنه ونه کړي .

Loading...