fbpx

روحاني: د فشار له لارې له امریکا سره مذاکرات نه کوو

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹- د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ په دوام د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا دا کار ښه نه دی، چې له یوې خوا د فشار هڅه کوي او له بلې خوا پر خبرو ټینګار کوي.

د روحاني پر وینا ایران به هېڅ وخت د فشار له لارې خبرو ته حاضر نه شي. هغه ویلي چې د خپل هېواد دفاع ته تیار دي او هېڅوک ددې وړتیا نه لري چې د ایران پر وړاندې له نظامي قوت کار واخلي.

خو څه وخت وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ویلي وو امريکا له ايران سره پرته له کوم مخکیني شرط خبرو اترو ته چمتو ده. مایک پمپيو دا څرگندونې سويس ته د يوه رسمي سفر پر مهال کړې وې.

د معلوماتو له مخې د امريکا او ایران ترمنځ د نږدې دریو میاشتو راهیسې سخت کړکېچن حالت روان دی. د دې دواړو هېوادونو ډیری سیاسي مشران هره ورځ یو بل ته په یوه او بله پلمه ګواښونه کوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني څه وخت وړاندې هم ویلي وو كه واشنګټن درناوى وښيي، تهران هم ښايي د خبرو غوښتونكى شي خو اوس هم داسې ښکاري چې امریکا غواړي په ایران فشار واچوي او خبرو ته یې کېنوي.

د یادولو ده په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا په تازه اقدام کې ویلي چې زر کسه نور سرتېري به هم د ایران شاوخوا سیمو ته واستوي.