fbpx

جلال اباد کې چاودنې یو تن شهید کړی او شل نور یې ټپیان کړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د یوې چاودنې له امله یو ملکي وګړی شهید شوی او ۲۰ نور ټپیان شوي دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي یاده پېښه رسنیو ته تایید کړي او وایې چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نیمي بجې د یو هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې ده چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوګیاڼي پر وینا په دې چاودنه کې یو تن ملکي وګړی شهید شوی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي .

د پېښې له ځایه ټپیان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي ، چې د اهل هنودو د يوې کورنۍ د یوې ماشومې په ګډون شل تنه برسيرن ټپيان دي او د دريو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی ښایې په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راشی.

د یادې پېښې مسوولیت لا کومې وسله والې ډلی نه دی منلی. خو د ننګرهار والي د پېښې سره سم عکس العمل ښودلی هغه امنیتي مسوولینو ته ویلي : پېښه په جدي ډول وڅيړئ، عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته وسپارئ.

له دې چاودنې یوازې یوه اونۍ وړاندې د جون پر ۱۳ مه نېټه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د خالص فامیلو په سیمه کې د محلي پولیسو په یوه موټر هم ځانمرګی برید شوی و چې په هغې پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په هغې خانمرګي برید کې ۹ تنه شهیدان او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي و په شهیدانو کې یو ماشوم، پنځه نور ملکیان او درې تنه نور محلي پولیس شامل وو.

د یادې پېښې مسوولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

Your SEO optimized title page contents