fbpx

هند: پاکستان سره خبرې کوو خو لومړی په ترهګرۍ

خبریا وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د غوښتنې په ځواب کې هند پاکستان سره د خبرو کولو خبر ورکړی دی خو وایې چې لومړی باید په ترهګرۍ خبرې وشي.

د پاکستان هېواد لومړي وزیر عمران خان د دې میاشت په پیل کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د بیا ځلي څوکۍ ترلاسه کولو د مبارکۍ په یو استول شوي لیک کې لیکلي وو چې له یو بل سره دې خبرو ته کېني.

عمران خان په استول شوي لیک کې د پاکستان او هند ولسونو ستونزو د هواري په او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره هند ته په ترهګرۍ ،د کشمیر په ستونزو او نورو معاملو د خبرو اترو وړاندیز کړی و.

لومړي وزیر نرېندرا مودي د عمران خان لیک ته ډېر په ځنډ خو مثبت ځواب ویلی دی. مودي یې هم په دې شرط د خبرو کولو وړاندیز منلی چې لومړی باید پر ترهګرۍ خبرې وشي هغه څه چې پاکستان یې په ملاتړ تورن دی.

تر دې وړاندې په ځلونو ځلونو عمران خان له نرېندرا مودي غوښتي و چې مذاکزاتو سره ورسره کېني خو مودي بېرته په ځواب کې ورته ویلي وو چې تر څو له ترهګریزو ډلو ملاتړ وانخلۍ تر هغې به پاکستان سره خبرو ته حاصر نه شي.

څه موده وړاندې لومړي وزیر نریدرا مودي یو ځل بیا د هند ټاکنې وګټلې خو مودي د خپلې بریا په مراسمو کې عمران خان دعوت نکړ او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یې د ډیری نورو هېوادونو ولسمشران دعوت کړل.

د پاکستان او هند ترمنځ د کلونو کلونو راهیسې کړکیچ روان دی د دوی ترمنځ په کشمیر کې د پولې پر سر جګړه هم تر هماغه وخته روانه ده داسې ورځ نشته چې په دې مهمه سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ نښته نه وي شوي.

په کشمیر کې په داوروستیو څو میاشتو کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې وشوې دواړه لوریو پر یو بل هوایې بمبارۍ هم وکړې او یو بل ته یې سخت درانه تلفات هم واړوه چې له همدې امله یې اړیکي لاهم ورپسې ور خرابې شوې.

په ټوله کې د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې سخت کړکېچن حالت هغه وخت رامنځته شو کله چې په پاکستان کې جیش محمد وسله والې ډلېد کشمیر په پوله په هندي ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې تر ۵۰ ډېر هندي ځواکونه ووژل شول.

هغه وخت په فبرورۍ میاشت کې هند هم د خپل وار په اخیستلو سره په پاکستانۍ خاوره په پرله پسې هوایې بریدونه وکړل چې په پایله کې تر ۲۵۰ پورې د جیش محمد وسله والې ډلې غړي ووژل.