fbpx

ایران د امریکایي پوځ یوه الوتکه رانسکوره کړې

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – د ایران سپاه پاسداران ځواک وایي، د امریکایي پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه یې رانسکوره کړې ده.

یاد پوځ زیاتوي، دا الوتکه یې د هرموزګان جنوبي سیمه کې رانسکوره کړې ده. سپاه پاسداران وایي، دا الوتکه چې کله د ایران فضایي حریم ته ننوتې ده د کوه مبارک سیمه کې ویشتل شوې او را نسکوره شوې ده.

یوه امریکايي چارواکي دا پېښه تاییدد کړې او ویلي دي چې غورځیدلی بې پيلوټه اېم کیو فور سي ټرایټن نومې الوتکه چې د هرمز تنگي دپاسه په پرواز وه نسکوره شوې ده.

د امریکایې چارواکي پر وینا یاده الوتکه د ایران سرحد ته نږدې نه بلکې په نړیواله فضا کې لویدلې ده د نوموړي پر وینا د ایران فضا ته نن هېڅ امریکایې الوتکه نه ده تللې.

ایران په داسې حال کې د امریکایې الوتکې د غورځېدو ادعا کوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی. داسې معلومات هم شته چې امریکا سیمي ته نور پوځیان هم لېږدولي دي.

څو ورځې وړاندې هم ایران سره نږدې په سمندر کې د امریکا د تېلو په ټنکرونو هم حملې شوې وې چې امریکا یې پړه پر ایران واچوله.

د یادولو ده د امريکا او ایران ترمنځ د نږدې دریو میاشتو راهیسې سخت کړکېچن حالت روان دی. د دې دواړو هېوادونو ډیری سیاسي مشران هره ورځ یو بل ته په یوه او بله پلمه ګواښونه کوي

روحاني: د فشار له لارې له امریکا سره مذاکرات نه کوو

Loading...