fbpx

کونړ کې د طالب او داعش ډلې د نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – د کونړ ولایت چارواکو یو ځل بیا خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د نښتې له کبله په سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال نن ویلي، د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښتې له یوې اوونۍ راهيسې په چپه دره ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې پیل شوي چې په نتيجه کې يې ۳۵ داعشيان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو پر وینا د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ د خپل منځي نښتو له امله د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

تېره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې (اوچا) ویلي و چې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ پیل شوې جګړې شاوخوا درې زره کورنۍ بې ځایه کړې دي.

په کونړ کې د افغان ځواکونو، وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ دا جګړې د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شوې او تر اوسه دوام لري.

امنیتي چارواکي وایې د تېرې یوې میاشتې راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي چې طالبانو او داعش وسله والو ته یې په ګډه درنه مرګ ژوبله اړولې ده.