fbpx

د افغانستان ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله د آسیا جام فاینل ته ووتل

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ جون ۲۰۱۹ – نن د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې د اسیا جام په نیمه پای لوبه کې تر ټولو قوي د اندونیزیا ۲۰ کلنې ملي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او د یاد ټورنمنټ پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

همدا څو شېبې وړاندې د فوټسال شل کلنې ملي لوبډلې د اسیایې سیالیو په دوهم پړاو کې د نیمه پایلوبې پر مهال د اندونیزیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او نېغ په نېغه یې پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن په نیمه پای لوبه کې په اندونیزیایې لوبډلې ۴ ګولونه ووهل، چې په مقابل کې د اندونیزیا لوبډلې په افغان لوبډلې درې ګوله ترسره کړ خو افغانستان ترې د یو ګول په مخکېوالي سره یاده سیالي وګټله.

ویل کېږي د افغانستان د فوټسال لوبډله په کم وخت کې د نړۍ کلکې خطرناکې لوبډلې ماتوي پرون یې د ټایلینډ لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه، چې په هغې سیالۍ کې افغانستان ۳ ګولونه ترسره کړي و او ټایلینډۍ لوبډلې بیا د افغانستان خلاف یو ګول ترسره کړ چې دوه په مخکېوالي سره افغانستان هغه سیالي ګټلې وه.

ټاکل شوې د افغانستان دا ۲۰ کلنه د فوټسال ملي لوبډله د شنبې په ورځ د جون پر ۲۲ مه نېټه پای لوبه ترسره کړي یو ساعت وروسته د جاپان او ایران ترمنځ دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کېږي چې ګټونکې لوبډله به له افغانستان سره پای لوبې ته ووځي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم افغان شل کلنه د فوټسال ملي لوبډله ستایلې ده .

د اسیایې هېوادونو ترمنځ په دې سیالیو کې افغانستان، اندونیزیا، ایران او جاپان هغه هېوادونه دي چې د دې سیالیو نیمه پای لوبو ته یې لار پیدا کړې وه چې اوس ترې افغانستان پای لوبې ته لار پیدا کړه او د اندونیزیا لوبډله له ټورنمنټ بهر کړی شوه.یو ساعت وروسته به د ایران او د جاپان لوبډلو برخلیک هم معلوم شي چې کومه لوبډله کور او کومه لوبډله فاینل ته ځي.

د فوټبال فدراسیون پر وینا د نورو لوبډلو په شان د دې اتلولیو افغانستان هم کلک مدعی بلل شوی دی ځکه چې په دې ټورنمنټ کې افغان لوبډلې تېرې سیالۍ په زړه پورې ترسره کړي او د اتلولۍ لپاره به شنبه یو ځل بیا مټې رابډ وهي.

د ۲۰ کلنو ترمنځ د فوټسال دا اسیايي سیالۍ د ایران په کوربه توب پیل شوي دي، چي ټولې پکې ۱۲ آسیایې لوبډلو ګډون کړی دی.